د ښاغلي باز محمد عابد سر مرکه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیار ځدران
  • 1460


پوښتنه :عابدصاحب دتاسو له نوم ،شعرونو اوادبي لیکنو سره اکثره دوستان واقف دي خوبیاهم هغه کتونکو ته چې په لومړي ځل ددې مرکې په کتو اولوستو له مشفق او مینه ناک بازمحمد(عابد) صاحب سره اشنا کیږي که په لنډ ډول ځان وروپېژنئ ؟

ځواب : مور او پلار راباندې نوم بازمحمد( عابد) ايښی دی او دا عابد تخلص راباندې يو داسې انسان ايښی دی چې پر ما ډېر ګران دی. د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ د ثمرخيلو په کلي کې په ١٣٤٦ لمريز کال پيدا شوی يم، کورنۍ مې له پنځويشتو کلونو راهيسې په پيښور کې ميشته ده او زه په کابل کې د بي بي سي راډيو سره په تعليمي پروژې کې د نشراتو په څانګه کې کار کوم.

پوښتنه :عابد صاحب! څه وخت کیږي چې ستا سو نوي شعري ټولګه  چې (جانانه کله خو راپېښه وکړه )چاپ شوه له نویو شعرونو ترڅنګ مو دپخوا چاپ شویو اثارو شعرونه هم  پکې چاپ کړي ،له نویو شعرونوسره مو ولې پخواني شعرونه یو ځای چاپ کړل ؟

ځواب : ما ځکه په خپلې نوې ټولګې کې دوه زاړه کتابونه چاپ کړي دي چې زما هغه دواړه کتابونه له بازار نه غايب شوي وو. په هماغه وخت کې چاپ شوي وو نو زما د څنګ يارانو ته رسيدلي وو، خو دا پنځه کاله کيږي چې موږ په کابل کې د افغان ادبي بهير غونډو کوو، په کابل کې موږ په لسګونو نوي شاعران و موندل، او ډېرو به يې راڅخه زما د شعرونو کتابونه غوښتل او ما سره به يې درک نه و. بيا په دې وروستيو کې د استاد ګل پاچا الفت د ٢٩ تلين په ياد اسدالله دانش زما نوي شعري ټولګه چاپوله چې د دوستانو د غوښتنو په اساس ورسره ما هغه زړې دوی ټولګې هم يو ځای کړې او د (( جانانه کله خو راپيښه وکړه)) په نوم خپره شوه.

پوښتنه :ستا په شعرونو کې ماشاءالله د مینې رنګ جوت دی،پوښتنه مې داده چې لکه ژوندي پاتې کیدو لپاره د ویني ضرورت وي،او دشعر څومره مینې ته ضرورت وي ؟او څومره شعرونه به مو تر اوسه سندرې کړي وي ، که شمیر یې راته وویاست ؟

ځواب : لکه څنګه چې تاسې ويلي دي چې د ژوندي پاتې کيدو له پاره د ويني ضرورت وي، داسې د شعر ليکلو له پاره هم د مينې ضرورت دی. مينه ده چې انسان د انسانيت پر لاره سموي. ما هم تل مينه کړې ده، په مينه پايدلی يم او چې ژوندی يم نو زړه به مې له مينې ډک وي. ما تل مينه له اروايي سکون په خاطر کړې ده، نه د هوس په خاطر. وخت پر وخت مې د مينې څيرې بدلې شوي دي او دا ځکه چې ما چې له هر چا سره مينه کړې ده، په اول سر کې راته خپل ايډيال ښکاره شوی دی او چې نيزديکت مو پيدا کړی دی، زما ايډيال نه دی ختلی. زه اوس هم د خپل هغه ايډيال په لټون کې يم چې زما په لاشعور کې له پيړيو راهسيې ځای پر ځای شوی دی. کله کله يو څوک د هغه ايډيال په نوم زما له لاشعور نه شعور ته راشي، او بيا مې کلونه کلونه په زړه کې حکومت کوي. خو ..... او دا ماته هم نه ده مالومه چې څومره شعرونه به مې سندرې کړي وي.

پوښتنه :اکثره لیکوالان دخپل شعر اویا دادبي لیکنو لپاره ځانګړی قاموس جوړه وي او کاروي یې، لفظونه یې بار ،بار تکرار دلوستونکو مخ ته راځي او هره لیکنه دلیکوال ورته لوستلي معلومیږي .دا دپښتو دقاموس نیمګړتیا ده ، او که دلیکوال نیمګړتیا ده ،پدې هکله ستاسو نظر څه دی ؟

ځواب : ځدران صاحب! ما خو تر اوسه په دې خبره فکر نه دی کړی چې شعر ليکلو او يا هم نورو ليکلو ته دې ځانګړی قاموس ولرم. د پښتو ژبه پراخه ژبه ده. ماته چې کله د شعر ويلو کوم خيال راشي  نو قاموس ورپسې نه لټوم مقصد په تورو کې يې راونغاړم. زه نه پوهيږم چې ستاسې د دې پوښتنې نه به مطلب څه وي، خو تکراري خيالونه له ډېرو لويو لويو شاعرانو څخه هم سر وهي.

پوښتنه :غزل (له ښځوسره د مینې خبرو کولو ته وایي) اوس شاعران له جنګ نه نیولي تر سیاست پورې مطالب په غزل کې پنځوي ،ایا دا دشاعرۍ نورو اصنافو(صنعتونو) سره بې انصافي نه ده لکه مثال په ډول مخمس،مربع،مسدس ،نیمکۍ،لوبه ،مثنوي ،  بګتۍ ،چې په اوسني شعري بهیر کې یې بیلګې نه تر سترګوکیږي؟او که وي هم ډیرې کمې به وي؟

ځواب : دا سمه ده چې عربو غزل ته داسې تعريف ورکړی دی چې د ښځو سره خبرو کولو ته وايي. خو اوس غزل داسې يو تګلوری خپل کړی دی چې د زمانو د حوادثو درانه بارونه هم په خپلو نازکو اوږو وړلای شي. او زما په نظر هم دغه وجه ده چې اوس مخمس، مسدس، مثنوي او .... ته څوک دومره توجه نه کوي.

پوښتنه :ازاد شعر نن ورځ په پښتو ادبیاتو کې خواره زیاته واده کړي ده،مګر اوس هم ځینې شاعران ورته شعري صنف (صنعت) نه وایې او له شعري مقرارتو نه یې سر غړونه بولي تاسو په کوم اند یاست ؟

ځواب : آزاد شعر که د يوه صنف په نوم څوک مني او که نه يې مني، خو د پښتو شعر په پرمختګ کې يې ډېر لوی لاس لرلی دی. کله چې شاعر ته يو داسې پراخه او غښتلی خيال راشي چې د غزل  يا نظم په چوکات کې يې نه شي راګيرولی، نو شاعر مجبور دی چې چوکاټ ورته مات کړي او خپل خيال په سمه توګه راونغاړي. خو دا کار هله بايد شاعر وکړي چې خيال يې دومره قوي وي چې د يوه ښکلي غزل تنده پرې ماته شي. دا خبره  ځکه کوم چې ډېر شاعران شته چې د آزاد شعر په نوم داسې ګډې وډې وايي چې سړی ورته  حيران پاتې شي.

پوښتنه :زمونږ اوسني لیکولان پښتو دکومې بلې ژبي تر اغیز لاندې نه مني مګر کلاسیکو او یاپخوانیو لیکوالانو اکثره دعربی ،فارسی لغات خواره په زیاته اندازه کارولي دي ، ستاسو نظر څه دی ؟

ځواب : که خبره د پښتو د سوچه لغتونو پورې محدوده کړو، نو بويه که د استاد زيار له شاګردانو پرته پرې بل څوک پوه شي. شعر په ژبه کې د ناوې حيثيت لري، او کله چې مشاطه ناوې جوړوي، نو د هغه د ښکلا له پاره  له بيلابيلو سرخيو او پوډرو څخه ګټه اخلي. زه د دې خبرې طرفدار يم چې په شعر او يا نثر کې يوازې او يوازې د پښتو تورو څخه کار واخيستل شي.

پوښتنه :ستاسو دلنډو کیسو هم يو اثارچاپ شوی ،ستاسو دلنډوکیسو تومنه څه وي ؟اوڅنګه کیسې ته وردننه کیږئ؟ اولنډه  کیسه باید څومره اوږدولی ولري؟ هغه نوی لیکوال  ته چې د لومړي ځل لپاره لنډه کیسه لیکي توسیه مو څه ده؟

ځواب: زما د لنډو کيسو تومنه زما خپلې تجربې دي. زما د هرې کيسې تر شاه زما خپل تاثرات موجود دي. ما کوښښ کړی دی چې د خپلې تنکۍ ځوانۍ شوخي او حوادث کيسه کړم. او بل ته مې هم دا وړانديز دي چې که هر څوک لنډې کيسې ليکي، اول دې خپلې ذاتي تجربې کيسه کړي او بيا دې د ټولنې نورو هغو نيمګړتياوو ته مخ کړي ، چې دی يې کيسه کولای شي..

پوښتنه : ښه لیکنه اویا هم ښه شعر باید کوم خصوصیات ولري ؟

ځواب : ښه شعر بايد افاقي او تل پاتی خيال ولري، مبتذل او تکراري خيال نه وي او د الفاظو رنګيني هم له پامه غورځول نه دي په کار.

بختیار:مینه او مننه عابد صیب چې زماد پوښتنو ځوابونه مو راکړه.

عابد:مننه ژوندی اوسې

مرکه کونکی :بختیار ځدران