بهرنیان تر ټاکلې نېټې مخکې وځي

بهرنیان تر ټاکلې نېټې مخکې وځي


  • 4 مياشتي دمخه (17/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 221

اسوشټیډ پریس ته یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې ښایي د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای میاشتې په لومړیو کې بشپړ او د امریکایي ځواکونو په شمؤل نور بهرني ځواکونه هم افغانستان پرېږدي.

 دده په خبره د امریکایي ځواکونو او قراردادیانو د وتلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی نو له همدې امله به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړېږي. 

په همدې حال کې بیا د سیمې یو شمېر هېوادونه اندېښمن دي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې یو وار بیا القاعده او نورې ترهګرې ډلې سر راپورته کړي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ د هسپانیا وروستی سرتیری هم افغانستان څخه ووت او یاد هېواد په افغانستان کې خپل ماموریت په رسمي ډول پای ته ورساو.