د نوي کاروبار پیل او د پراختیا کړکۍ

د نوي کاروبار پیل او د پراختیا کړکۍ


  • 5 مياشتي دمخه (14/04/2021)
  • عبدالوارث امیري
  • 199

په عمومي ډول همدا پوښتنه د هر بشر په ذهن کې اوړي را اوړي، چې څنګه او په کوم شکل وشي کولى، يو کاروبار شروع او پراختيا ورکړي، ځيني مخکي له دې چې اقدام وکړي، پرته له مطالعې او د کاروبار له پېژندنې شا تګ کوي، ځيني وايي ددې کار د شروع لپاره کافي اندازه بوديجه نه لرم، ځيني بيا ټولنيز شرايط د ځان او کاروبار لپاره مناسب نه ګڼي او نور........ 

د دې په خاطر چې پورته تشويشونه رفع شي او د يو کاروبار د شروع مفکوره په عملي اقدام بدله شي، غواړم کاروبار او د پراختيا لارې چارې در وپېژنم. 

کاروبار 

کاروبار په عاميانه او کليوالي اصطلاحاتو سره د ځان مصروفونې( مشغولتيا) په معنا دى، خو له علمي اړخه کاروبار يو انساني فعاليت دى، چې د ګټي د ترلاسه کولو په خاطر په يو قانوني او مشروع چوکاټ کې صورت مومي. 

ځيني بيا د کاروبار لپاره نور تعريفونه هم پيش کوي

د مثال په ډول يو ډله خلک وايي هغو کړنو ته کاروبار ويل کېږي د کومو پواسطه چې انسانان روزي پېدا کوي، يا ځيني بيا په دې عقيده دي چې د کوم فعاليت د ترسراوي له امله چې شتمنۍ لاسته راځي کاروبار دى. 

کاروبارونه په عمومي ډول په دريو برخو ويشل شويدي 

 

1 انفرادي کاروبار 

2 شراکتي کاروبار

3 سهامي کاروبار 

 

1  انفرادي کاروبار د کاروبار تر ټولو پخوانى او ساده شکل دى، چې سرمايه پکې د يو شخص له لوري په مصرف رسېږي او مالک يې هم همدا شخص وي دغه ډول کاروبار نواقص او ګټې دواړه له ځانه سره لري، ددې په خاطر چې موضوع اوږده نه شي ترې چشم پوشي کوو. 

2   شراکتي کاروبار: په دغه ډول کاروبارونو کې دوه يا له دوو زيات اشخاص د يو مشترک تفاهم يه اساس خپله پانګه په کار اچوي، داسې چې ګټه او تاوان به د ټولو دخيلو اړخونو ترمنځ مشترک وي.  دا کاروبار هم ګټي او تاوانونه له ځان سره لري. 

 

سهامي کاروبار: دغه ډول کاروبار ته د کمپنۍ نوم هم ورکول کېږي او د قانون په رڼا کې د حکمي شخص نقش هم لوبوي په دغه ډول کاروبار کې د کاروبار مالکان جدا، او کاروبار جدا وي. 

سهامي شرکت(کاروبار) کولى شي په خپل نوم سره له نورو کاروباري ادارو سره معاملات ترسره کړي دا معاملات د پور له ورکړې او اخيستنې نيولې  د شتمنيو تر ورکړې پوري او......

سهامي کاروبار، د کاروبار تر ټولو ستر شکل دى چې د څو سهم لرونکو د پانګې اچونې په اساس برقراريږي. 

دا کاروبار هم د پورتنيو په اساس ګټي او زيانونه له ځان سره لري، خو بايد ياد اورې وکړم، چې د درې واړو کاروبارونو ګټي له زيانونو ډېرې دي.

په عمومي شکل ټول کاروبارونه د اهميت وړ دي، په دې معنا چې له يوه اړخه پکې د خلکو د اړتياوو د پوره کيدو په خاطر اجناس او خدمات وړاندې کېږي او له بل اړخه پکې ګټه تر لاسه کېږي.

تر دې ځايه مو کاروبارونه وپېژندل او فرض کړئ کاروبار مو پيل کړ، راځئ اوس به دا وپېژنو چې څنګه پراختيا ورکړو؟ 

د هر کاروبار د کامياب کېدا او پراختيا لپاره د ځينو مهمو  شيانو زده کول مهم دي، لکه کاروباري مهارت، د کاروبار زده کړه، د کاروبار پلان او تنظيم، اخلاقي معيار، زړه ور اوسيدل، تغير مننونکى کيدل، او داسې نور ... 

 

لومړى کاروباري مهارت: د هر کاروبار د پرمخ بيولو او شروع کولو لپاره وسايلو ته اړتيا ده، نو د وسايلو په اړه پوهه اړينه ده، او هم د کاروبار اهدافو ته د رسيدو لپاره مهارت هم اړين دى، نو پکار ده چې دا مهارتونه زده کړاى شي.

دوهم د کاروبار زده کړه: 

دلته هدف دادى که يو شخص غواړي کاروبار يې ژر پرمخ لاړ شي او هم له مختلفو اړخونو بريالى کاروبار ولري نو، د هغو اشخاصو له کاروبارنو دې زده کړه او کتنه وکړي، کوم چې دده له کاروبار وړاندې جوړ شوي او مخته روان دي، دلته دا خبره هم مهمه ده، چې د هغو کاروبارونه ليدنه هم وشي چې بريالي دي او وڅېړل شي چې د کومو فعاليتونو د ترسراوي له امله دا کاروبار بريالى شوى، او هغه چې ناکامه دي، د هغوى څېړنه هم وشي ولې ناکامه شو؟ کوم علتونه يې لرل؟ او داسې نورې پوښتنې مطرح شي، ترڅو وشئ کولى غوره لار ومومئ په کومه کې چې ستاسې د کاروبار د ګټنې او برياليتوب چانسونه زيات وي.

دريم پلان او تنظيم: د دې په خاطر چې ستاسو کاروبار په مارکيټ کې رقابت وکړي، مارکيټ تر تاثير لاندې راولي او کاروبار ته مو لا رونق ورکړي نو بايد د ښه پلان په تطبيق کې بايد له ډېر ذکاوت، سنجېده توب او هوښيارۍ کار واخلئ او هم د نظم پوره خيال وساتئ.

څلورم اخلاقي معيار: 

د کاروبار له اخلاقي معيار هدف دادى چې چل، دروغ، جال کاري او فريبکاري پکي ونه شي، که چيرته يو کاروبار غير اخلاقي معيار خپل کړ، نو په مارکيټ کې ژر له منځه ځي او هم خپل مشروعيت له لاسه ورکوي. 

پينځم زړه ور اوسيدل: 

دا په کاروبار کې ډېره مهمه مسله ده، چې کاروباري بايد زړه ور وي، د ابتدايي تاوان په کولو زړه نازړه نه شي بلکې دا بايد په دې فکر کې وي، چې ګټه د ريسک(خطر) په ترلاسه کولو لاسته راځي او هم يو کاروبار هغه وخت بريالى کيداى شي، کله چې د ماتېدو ناچيزه تجربه و ازمايي، اما برعکس که کاروباري زړه ور نه وي نو ژر خپل کاروبار او شته پانګه له لاسه ورکوي. 

شپږم تغير مننونکى : 

نړۍ د ساينس او ټکنالوژۍ له برکته مخته روانه ده، او د هرې ورځې په تېريدو سره پکې خورا ډېر تغيرات رامنځته کېږي، نو يو کاروباري ته ضروري ده، چې ځان له دغه چټکو بدلونونو سره د يو فعال او تغير مننونکي کاروباري په څير عيار کړي.

د يو کاروبار د پراختيا لپاره ځينو نورو مواردو ته هم ضرورت دى، د هر کاروبار پرمختګ د هغه د څښتن د نوښتونو، ميني، هر اړخيزه پراخ ليدلوري، کوښښونو، شوق، او کنجکاوي پورې اړه لري. 

که يو کاروباري د خپل پوښښ لاندې ساحه کې فعاليتونو ته په کمه ګټه، غوره کيفيت، اخلاقي معيار او نوښت سره پراختيا ورکړي، کولى شي ډېر ژر مخته لاړ شي.

لدې علاوه د انحصار ساحه مشخصول، د خپل چاپيريال له خواصو سره ځان عيارول، شته فرصتونه درک کول، مديريتي فعاليتونه غښتلې کول، د را تلونکې په اړه درک درلودل، او ټولنيز مسووليت پېژندنه هغه لارې چارې دي، د کومو په اساس چې کولى شي، خپلو کارونو ته يراختيا او پرمختيا ورکړي. 

ماخذونه: 

ضياء ضياء الرحمن (1393) کوچنۍ سودا ګري.  کابل 

حبيبي، پوهنيار عنايت الله، (1396) کال ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځى د کاروبار تمويل، او زما اخستل شوى، لکچر نوټ. 

ناصري  پوهنيار عبادالله ، کاروباري مديريت، او زما اخستل شوى، لکچر نوټ. 

صميم، پوهندوى سيد داود، منجمينټ، ننګرهار پوهنتون (1396).