هلمند کې ۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هلمند کې ۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 8 مياشتي دمخه (02/01/2021)
  • خالد سهار
  • 251

د هلمند چارواکي وایي، چې د دې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د مهاجر بازار او پاشک اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

 

چارواکي زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پر وخت د وسله والو طالبانو ۱۰ پټنځایونه، دوه بابه اطاقونه او ۲۰ کړۍ مختلف النوع چاودیدونکي ماینونه چې وسله والو پر عمومي لارو ځای پر ځای کړي وو د افغان ځواکونو له لوري کشف او له منځه یوړل شول.

 

دغه راز چارواکي وایي، چې د یادې نښتې پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.