هیواد کې د کرونا ۲۱۳ نورې مثبتې پیښې ثبت شوي

هیواد کې د کرونا ۲۱۳ نورې مثبتې پیښې ثبت شوي


  • 10 مياشتي دمخه (10/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 245

د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۷۵۳ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۸ تنه مړه شوي او ۷۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۹۳۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۲۲۱ ته لوړ شوی دی.