نه نه اوښکې نه تويوم


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله ستانکزى
  • 386

ګرانې!!! کله چې هم زه ستا د ليدلو يو خوږ ارمانپه زړه کې راوټوکوم، نو د غم د کورنۍ راباندې دا خوښي نه وي پېرزو او تل مې پهخوښيو پسې مټې رابډ وهي او نه مې پرېږدي، چې ستا و ديدن ته لکه د ستړي مسافر، چې پهارام ځای کې يې د کيناستلو او ويده کېدلو لوی ارمان په زړه پروت وي او د لرې لارېمزل يې ويده کېدو او ارام کولو ته نه پرېږدي، ما هم د غمونو لړۍ ستا د سپېڅلې څېرېانځور جوړولو ته نه پرېږدي. او همدا ډول ارمانونه مې په زړه دلۍ دلۍ پراته پاته شي.
دا ځل مې له ځانه سره کلک هوډ وکړ، چې هرو مرو به دې په شلمه کليزه کې د ګډونکولو وياړ تر لاسه کوم او په خپل لاس هاغه جوړ شوی ګل او هغه انځور چې ستا څخه مېپه پټه اخيستی و او ما له ځانه سره پوره شپږ مياشتې ساتلی وو او درته يې د خوښيو پههمدې شيبې ډالۍ کړم، هو نن زه ډېر خوښ يم، چې ستا د ليدلو وياړ تر لاسه کوم او ستاهغه خبرې درواغ کړم، کومې چې تا راته کولې ((هسې راته وايي، چې مينه درسره لرم، هېڅدې راته په زړه کې ځای نه دی راکړی)) ما به درته په تته ژبه ويل، ته مې د زړه د نړۍملکه يې او ته مې د بدن ساه يې....
هو هماغه ورځ يادوم، کومه ورځ چې د پوهنتونڅخه د وتلو په حالت کې وو او تاته زما خبرې هسې د فلمونو ډايلاکونه ښکارېدل او راتهويلې به دې بس بس دا فلمي ډايلاکونه دې ورځه بل چېرته چلوه، زه خو څه د ښوونځيانجلۍ نه يم، چې په تشو خبرو مې تېرباسې....
نن راباندې دا شپه نه سبا کيږي،داسې يم، لکه چې کوم کوچني ماشوم باندې د اختر شپه نه سبا کيږي پر ما هم دا شپه ديلدا د شپې په څېر اوږده شوه او هېڅ د شپې تور پړونی د سبا له مخې نه لرې کېده، خوبالاخره دا شپه هم سبا شوه، د راويښېدو سره مې سم د ساعت په خوا پورته وروکتل، چېايله شپږ نيمې بجې شوې وې او لا ډېر وخت پاتې وو، خو ما له همدې مهال څخه د تللوتياري پيل کړه هسې نه چې راباندې نا وخته شي او بې له هغه هم تا راباندې ډېر بدګومانونه کړي وو او هسې دې زما خبرې ببولالې ګڼلې....
نن ورځ مې تر نورو ورځوتندی ډېر خلاص او په شونډو مې تر هرې بلې ورځې ډېره مسکا خپره وه، زما ټول ملګريراته حيران وو، چې دا هلک څنګه نن ورځ کار ته ډېر په ځان ګوتې ووهلې، هسې خو تهپوهېږې، چې زموږ کور په کندهار کې ده او دلته مې د څونورو دوستانو سره يو ځای يوهخونه په کرايه نيولې ده، بس نوستا سو د کور په لور در رهي شوم، نن به مې په لارهباندې هغه د چا خبره پښه ورو کېښودله، د موټرونو تم ځای ته راورسېدم، چې ناڅاپه ګړزشو او د ګړز سره سمدلاسه تورې دوړې او د بدن دغړيو ټوټې بادبادشوې، نور مې د يو څوشېبو لپاره په سترګو باندې تورې لوخړې خورې شوې او هېڅ پوه نه شوم، چې څه وشو، خودڅو شېبو وروسته مې چې سترګې وموښلې او په نېمکښ ډول مې وکتل، چې هرې خواته اورونهبليږي، زړه مې وکړ، نږدې شوم او چې پام مې شو د پښو لاندې مې د يو چا د بدن څخه پرېشوې پښه پرته وه، د همهغې په ليدلو سره مې د لاسه هغه جوړ شوی ګل او انځور چې پهيوه ګل رنګه کاغذ پوښلي وو، له لاسه وغورځېدل او د نورو وګړو د بدن دغړو سره د اورخولې ته ورغله.
د مړو شويو کره شمېره نه شم ښودلی، خو دومره ويلی شم، چې تر دووشلو اوښتي وو په همدې مهال کې د پوليسو او نورو ځواکونو ګڼ شمېر موټرونه راورسېدلاو ټوله سيمه يې د نورو وګړو په وړاندې وتړله، زما هم بله چاره نه وه، زه هم د دېسيمې څخه د وتلو په تکل شومه او چې مې پښې ستاسو د کور د موټرونو د تم ځای په لوررهي شوې، خو چې لږ تم شوم، نه مې په لاس کې څه وو او نه مې کالي چېرته د تللو وو،بېرته په ناغوښتلي زړه د خپلې خونې په لور رهي شوم، خو هلته يې هم اوس ګڼ شمېرپوليس درولي دي، چې نه سپاره پرېږدي او نه پلي.
څو شيبې مې د ولاړو پوليسو څهروته وکتل، د هغوی په څېرو هم د وير ناتار ښکارېده او سره له دې چې ډېر خواشيني وو،پر هغو کسانو چې به يې د پرمختللو خبرې کولې، منډه وکړه او هغه به يې بېرته پهشاتللو ته اړ کړ.
ما هم له ځانه سره وپتييله چې لاړ به شم او د خپل يو ملګري سرهبه په کتاب پلورنځي کې يو څو دقيقې کښينم په همدې بهانه به د هغه پوښتنه هم وشي اووخت به دې هم تېر شي. .... خو بالاخره نږدې ماسپښين وو، چې لاره خلاصه شوه او پهويرجنه څېره د خپلې خونې په لور روان شوم، هلته مې هم د خونې ملګري په اندېښنه کېوو، څه وخت يې چې سترګې پر ما ولګېدې، نو سترګې يې زما له مخ څخه لرې کړې او زماسلام ته يې عليک هم ونه ويلې، وروسته له ډېرو خبرو کولو نه هغوی راته په غصه وو، چېيو ټيليفون خو به دې کړی وو، موږ دې دلته په کومو کومو فکرونو کې واچولو او ريسصاحب بيا زموږ ټيليفون هم د کبره نه پورته کوې، خو هغوی ته مې د ټول جريان کيسهوکړه او د لرغږي د غوږۍ په اړه مې هم ورته وويلې، چې هغه هم راڅخه په همهغه پېښه کېله لاسه لوېدلی وو، ځکه چې زه د .......(تا) سره په خبرو کولو بوخت وم، چې دا پېښهمنځ ته راغله او هغه مې همداسې له لاسه غورځېدلی دی، اوس تاسو زما پام ټيليفون تهکړ. پاتې ورځ او شپه مې په خونه کې غلې تېره کړه او د مړو شويو کسانو د کورنيو پهاړه به مې فکر کاوه، چې هغوی به يې هم بېرته راتګ ته سترګې په لاره وي لکه زما چېدا د خونې ملګري په تمه وو، د هغوی ماشومان، مېرمنې، ميندې، پلورونه او شاګردان بهورته په تمه وي، داسې او هسې فکرونه مې په ذهن کې راګرځېدل، چې دابه چا کړې وي،خدای خو دې د دوی خونه ړنګه کړي، لکه چې د نورو خلکو خونې يې ورته ړنګېکړې........
په همدې چورتونو کې وم، چې په زړه مې راوورېدې او د همدې را يادېدلوسره مې د ملګري څخه د لرغږي د غوږۍ (ټيليفون) کولو غوښتنه وکړه، راته يې ويل، چېډېر به په کې نه غږېږې، ځکه چې يو څو کرېډيت په کې پآتې دي، په هغو به نن شپه زه لهخپلې کورنۍ سره خبرې وکړم او دهغوی حال به وپوښتم. د سمه ده په ځواب ورکولو سره مېستا د ګرځنده لرغږي (ټيليفون) شمېره ډايل کړه او د زنګ وهلو په تڼۍ مې ګوته ټينګهکړه، چې ځواب راغی، بلی!!! څوک؟ مهرباني وکړﺉ!!! سمدلاسه مې وويل، چې زه .....يم. زما د نوم په اورېدو سره دې د لرغږي غوږۍ کېښوده او زنګ قطع شو، دوهم ځل او دريم ځلمې هم کوښښ وکړ، خو ځواب به راغی چې د ټيليفون والا د ساحې څخه وتلی دی. په همدېسره مې د لرغږي غوږۍ ته په زوره وار ورکړ، چې له هغې خوا څخه راباندې د خبروګوزارونو پيل شول، خپل موبايل دې بيا داسې غورځوه......... ما ورته وويل: چوپ شی،زه په څه حالت کې يم او تاسو ته ټوکې ښکاري خو ملګرو مې په دې خبره سر ونهخوږاوه.
په دې ورځ مې هم سهار چای ونه څښلو او د دندې په لور روان شوم، هلته مېهم سم زړه نه لګېده، بس هسې مې خپله ورځ اړوله، چې نا ببره مې د ذهن په پرده ستاياد مېلمه شو او د يو څو دردېدونکو يآدونو پرته يې بل څه پرې نه ښوده. خو سمدلاسه دکمپيوټر له مخې مې چوکۍ تاو کړه او د دوهم پوړ څخه راکوز شوم، د دفتر د دروازې پهلور داسې راون شوم، چې ته به وايي په کوم بيړني کار پسې ځم همداسې مې ستاسو د کور دموټرونو د تم ځای په لور مخه کړه، چې ستاسو کور ته لا نه وم رسېدلی په لاره کې ګڼشمېر وګړي د سړک پر غاړه او د سړک پر سر ولاړ وو، څوک ژاړي او د چا په څېرو باندې دغم څپې له ورايه معلوميږي، څوک د زخميانو د روغتون د رسولو په فکر اخوا ديخوا منډېوهي او څوک بيا د خپلو موټورونو سره په وينو لړلي دي، د لته هم د پوليسو له خوالاره تړل شوې وه او هېچا ته اجازه نه وه چې وړاندې لاړ شي. د موټر څخه راښکته شولواو د ځينو زخميانو موټر ته د خېژولو په فکر کې شوو، چې ناڅاپه ډزې وشوې او د ډزوسره پنځه شپږ کسان په ځمکه ولوېدل، دېخوا اخوا مې وکتل د بهرنيو فوځيانو د ټوپکونوله خولو څخه دود واته او ظاهره په ډېر ډاډه زړه يې يوې او بلې خواته کتل، خو دمردارو څېرو نه يې داسې انګېرل کېده، چې سم وارخطا شوي دي او د ليونيو سپيانو پهڅېر هر خواته خوله اچوي.
موږ لا دا مړي نه وو، په ځای کړي، چې د يو بل مړي خبرمو د غوږونو تر پردو ځان راورساوه. د لومړنۍ پېښې د زخميانو سره مو د دې پېښېزخميان هم روغتون ته ورسول او زه ترېنه بېرته د غمونو د پېټي سره خپلې خونې تهراستون شوم. هماغه پرونی حالت راباندې بيا تکرار شو. خو دا ځل ډېر خواشينی شوم، اوپه ذهن کې به مې ډېرې پوښتنې راولاړې شوې، چې له يوې خوا راته د امنيت او خونديتوبنارې وهي او له بلې خوا راباندې مرمۍ اوروې!!! دا څه دي؟!!!دا نو په کوم قانون کېراغلي، چې په ولسي وګړو د ګوليو باران جوړ کړﺉ!!!؟
د خپل پام د غلطولو لپاره مېد ټلويزون د ننداره کول ښه وګڼل، څرنګه چې ماسخوتن مهال ؤ سم مې په ياد نه دي، چېڅو بجې وې، خو د ټلويزون په پرده د خبرونو زيګنال راښکاره او اورېدل کېده، پښې مېراټولې کړلې او په ښه ځېرتيا مې د وياند خبرونو ته غوږونه او سترګې له بل ځايهراټول کړل.
....لومړۍ هم د خبرونو سرټکي.... د .........په ولايت کې د بهرنيوځواکونو د بمبارۍ له امله ګڼ شمېر ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.......
د دېخبر په اورېدو سره مې وېښتان نېغ او په بدن کې لړزېدا خوره شوه، د ملګرو خواته مېوکتل، يوه وويل: پرون يې په ....ولايت کې په جومات خونړۍ بمباري کړې ده او تنکيماشومان يې د سبق لوستلو پر مهال شهيدان کړي، چرت دې مه خرابوه له دې ډول پېښو اوخبرونو سره خو موږ عادت شوي يو....
د خپل ملګري د همدې خبرو په اورېدو سره غلیله کوټې راووتم او يو څو شېبې مې د کوټې څخه دباندې د شپې سره غلې تېرې کړې، زړه مېدباندې هم تنګ شو، بېرته کوټې ته ننوتم او ټلويزون مې بند کړ، د غمونو له پېټي سرهمې د ويده کېدو بسترې ته ځان ورساوه، چې سمدلاسه مې د رحمان بابا دا بيت په زړهراوورېد:

خوب خندا په بې غمۍ کيږي رحمانه
چې په زړه يې د يار غم وي، څه بهخوب څه به خندا کا

زما پر ذهن باندې د افغانانو د ژوند سره د لوبو کولو ظلمونوکيږدۍ وهلې وه او ستا د خپګان موږي (مېخونه) هم پرې خښ شوي وو.
سهار مې د سترګوڅخه د بې خوبۍ سترې نښې ښکارېدلې او همداسې د پوهنتون په لور روان شوم، هلته مې دپوهنتون په وره کې ستا د راتلو لاره څارله، چې د سترګو هغه خيرنه څپه مې ستا پهليدلو سره روښانه او رڼه شوه، په داسې حال کې چې ته له نورو ملګرو سره په خبرو لګياوې، ستا په لور مې څو ګامه واخيسته، يوې انجلۍ درته په سي يو (see you) ويلو سرهسپين لاس وښوراوه او ما هم خپلې شونډې په ډېر زيار سره مُسکې کړې، خو تا زما پهليدو سره تندی ګونځې کړ او همداسې د خپلې ټولګيوالې سره دې د های (Hi) په ويلو سرهسپين واورين لاس وښوراوه او شونډې دې په مُسکا سره پرانيستلې، همداسې د ټولګي پهلور روانې شوﺉ.
زه خوارکۍ چې دهره اړخه راباندې غمونو يرغلونه کړي وو او د خاطرافريدي شعر مې تر خولې ناڅاپه راووت:
که دې غم په ما انبار شي پروا نشته
دګلونو لاندې څانګه نه ماتيږي

ګرانې!!! څنګه درته ګلونه جوړ کړم، په دې هېواد کېخو ستا لپاره د اميل جوړولو لپاره ګلونه نه شته، ځکه چې ها د شپون صاحب خبره زماپرهېوادوالو او د هغوی پر بڼونو برګۍ (الوتکې) ګرځي او بمونه پرې اوروي، هغوی دخواږو خوبونو څخه د وينو په فوارو راويښوي او ....
څوک مې د هېواد بچيانو ته دبم چاودنې، ټوپک چلولو او ورور ويشتنو روزنه ورکوي، څوک مو پر کلتور لوبې کوي، څوکمو ژبه د دوزخ ژبه ګڼي او څوک يې د ښوونځي او پوهنتون څخه باسي. نور مو د ترهګرو پهنوم د دين عالمان د ګوانتانامو زندان ته بيايي او څوک مو په ښوونځيو کې د کفارو پهنامه وژني.
څوک راته د هېواد د ساتونکو روزونکي وژني، څوک مو پر خوښيو او ښاديوباندې د بمونو اورول پېرزو کوي، نو اې ګرانې!!! ته راته وايه، چې په داسې حال کېدرته ګلونه جوړ کړم او که د خپلو هېوادوالو پر وينو اوښکې تويې کړم، نه نه اوښکې نهتويوم، بلکې له دغه اور څخه د هغوی د ساتلو طرحه جوړه کړم، نو څنګه درته د خوښۍ اومينې سندرې ووايم او څه ډول درته عاشقانه ليک وليکم، چې هرڅه زيار باسم د قلم خولېته مې د خوښۍ کرښې نه راځي او په همدغو ويرنو تورو دې يادوم.
تر هغه پورې به مېپه زړه غټه تيږه کېږدم تر څو پورې مې چې دهېواد په هره سيمه کې خوښي او خنداوې نهوي ټوکېدلي او تر هغه پورې مې چې دهېواد د هر وګړي په خوله د مُسکا څپه نه وي خوره،نو ګرانې!!! تر هغې دې په لوی الله سپارم، ځکه چې ته له ما د خوښۍ سندرې غواړې اوزما زړه ستا غوښتنو ته ځواب نه شي درکولای، ځکه چې زما زړه درد خوري او ستا زړهغوښي غواړي.