پاکستان له افغانستان سره د خپلو وارداتو او صادراتو په برخه کې د ستونزو د هواري خبر ورکوي.

پاکستان له افغانستان سره د خپلو وارداتو او صادراتو په برخه کې د ستونزو د هواري خبر ورکوي.


  • 8 مياشتي دمخه (26/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 289

پاکستان غواړي، افغانستان سره د میوې صادرات او واردت ډیر کړي.

د سوداګرۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدارلزق داود وایي،غواړي افغانستان او ایران سره، د میو صادرات او واردات پراخ کړي. نوموړي ويلي، پاکستان اړ دی، چې د کال په بیلابیلو موسمونو کې خپلې میوې د سیمې هیوادونو، ایران، افغانستان، اندونیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو ته ولیږدوي. داود وایي له دې هیوادونو سره په خبرو بوخت دی، تر څو په دغه برخه کې شته ستونزې حل کړي.

پاکستان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې لاهم افغان بزګران په کور دننه د میو لپاره مناسب بازار نلري.