کابل کې ماین چاودنې څلور سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې ماین چاودنې څلور سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 8 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 637

سمسور (یکشنبه - وری - ۱۵) د کابل پولیس وایي، چې نن سهار د کابل ولایت قرغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

پولیس وايي، چې په دغه پېښه کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تر دې مهاله د یادې پېښې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

خو امنیتي چارواکي بیا دغه ډول بریدونه د وسله والو طالبانو کار بولي.

بل لورته بیا طالبان د دولت دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې دوی په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی او جګړې کمې کړې دي.