طالبانو د احمدشاه بابا پر نړیوال هوایي ډګر شپږ د هاوان مرمۍ توغولي.

طالبانو د احمدشاه بابا پر نړیوال هوایي ډګر شپږ د هاوان مرمۍ توغولي.


  • 2 مياشتي دمخه (07/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 174

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) ځایي امنیتي سرچینو ویلي، چې کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال ملکي هوایي ډګر سره نږدې څلور د هاوان مرمۍ لګېدلي او دوه نورې د ۲۰۵ اتل قول اردو دننه پر یوې هواره ځمکه لګېدلي دي.

سرچینو دغه راز ویلي، چې د هاوان توغول شویو مرمیو کوم مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.

د هاوان دا مرمۍ داسې مهال لګېدلي، چې دمخه یې نن سهار څلور نورې د کندهار ولایت مقام ته څېرمه او د جنرال عبدالرازق له مقبرې سره لګېدلې وې.

د سرچینو په حواله، چې دوه ورځې وړاندې هم دوه د هاوان مرمۍ د خرقې مطهرې د زیارت په بارک او جامع مسجد کې لګېدلې وې.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چي دا بریدونه يې په ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.