د وحشت انتها او زموږ شرمونکی سکوت


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • امید زهیرمل
  • 266

 یوازې کابل نه دی چې ځمکه یې په سرو وینو رنګ ده. ټول هېواد، هر کلی او هره سیمه د طالب د وحشت چیغې وهي، خو یو خاموش مخلوق په کې هر څه په سړه سینه زغمي. لور، خور، مور او ورېنداره یې کونډه شي، ورور یې شهید، وراره یې یتیم شي، مور یې بوره او پلار یې غم په ملا مات کړي، خو دا سکوت نه ماتېږي.

خاوره یې تر پردي تجاوز لاندې وي، راغلی پنجابې یې په کوڅو کې انډوخرې کوي، د مسجد ملا امام یې اذان ته نه پرېږدي، پر اولاد یې ورته د ښوونځي دروازه لکه د کلیسا په درشل د پل کېښودل داسې بند کړي، فصلونه یې د نورو لپاره شنه کېږي، که دا یې خپله حاصل ته په تمه وي، د درمند په منځ کې د توپک په زور ترې شین ختۍ بورې ډکې او د ډاټسن موټر په ډالا کې وغورځوي، په کور کې یې مېرمن د غیرت له کبله اوښکې توی کړي، خو بیا هم د ده سکوت نه ماتېږي.
ورته پخه شوې ډوډۍ په زور د وحشي طالب له ستونې تېره شي، په لغته یې دروازه پرچه پرچه کړي، غواوې او رمې یې له ډک اخور مخکې کړي، ځناور د غیرت له کبله سرغړونه کوي، چیغې وهي، خو بیا هم دا سکوت نه ماتېږي.
په وینو لړلې سپینې جامې یې په مخکې پرتې وي، د جنازې لمونځ ته یې اجازه نه ورکول کېږي، غسل لا پرېږده، لحد ته ښکته کول یې هم د طالب په خوښه وي، خو بیا هم دا سکوت نه ماتېږي.
د پلار له سپېنې ډکې ږېري یې په ډک مخ یې طالب څپېړه ور ماته کړي، پلار یې خړ پړ وګوري، زړه یې را ډک شي، اوښکې یې له سترګو را روانې شي، طالب ور چیغه کړي، خره مه ژاړه، خو بیا هم دا سکوت نه ماتېږي.
د ښار په منځ کې له چاودېدونکیو موټرو ډک موټر ته چاودنه ورکړي، د کورونو او دفترونو ښېښې یې ورماتې کړي، وینې یې په مخ را روانې وي، خو د دې پر ځای چې د طالب وحشت وغندي، پر ضد یې غږ پورته کړي، پرې مرګ ووایي، د مبارزې لپاره یې پراخ ټټر میدان ته را ودانګي، یوازې اوف وکړي، خو بیا یې هم سکوت مات نه شي.
نو ولې؟ ایا موږ هغه سکوت ته رسېدلي یو چې یوازې یې مرګ را ماتولای شي؟ ایا موږ د خپل غیرت او لوړ همت نارې یوازې په شعارونو کې وهو؟ ایا موږ د ژوندي ملت په توګه مطرح یو؟ ایا زموږ عزت، وقار او غیرت تر پوښتنې لاندې نه دی راغلی؟
بس! موږ څه یوو، ولې چپ یوو، ولې مو غږ نه پورته کېږي، ولې مو شرمونکی سکوت اختیار کړی او ولې د یوه وحشت او بربریت پر ضد نه درېږو؟
ایا موږ د سکوت په ماتېدا نه پوهېږو، ایا هغه ملت نه یوو چې هره ورځ خپل هغه نظام غندو چې موږ ټاکلی، ایا موږ هغه نه یوو چې یوازې د خپلو ګټو لپاره چیغې وهو؟ پس که داسې وي، ولې د طالب د وحشت له کبله وچ ستوني ناست یوو؟
نظام غندو، ملت غندو، قوم غندو، سمت غندو خو پردي تجاوز ته لاس تر زني ناست یوو، له دې د شرم او بې غیرتۍ لوړ حد چېرته دی چې ښه پوهېږم زما د ورور، خور، پلار او مور د وژنې راغلی، خو له دې کبله یې پر وړاندې څه نه شم ویلای چې ما به ووژني.
طالب مو کلي راورانوي، ښوونځي مو را بندوي، کلینک مو د نظامي اډې په توګه د هغه د درمنلې مرکز دی، زموږ ناروغ ښار ته تر را رسېدا مخکې مړ کېږي، خو موږ له دې کبله غلي یوو چې طالب مې وژني.
پس که داسې موږ د دې حق نه لرو چې ژوند وکړو او باید د همدې پردي تجاوز لاندې ووژل شو، همداسې باید زموږ په مریو پښې کېښودل شي، همداسې مو باید سرونه په یوه او پښې په بل ځای کې وموندل شي، همداسې باید ووژل شو، ځکه موږ هغه ملت یوو چې د یوه تجاوز په مقابل کې یوې محدودې حلقې راګېر کړي یوو او موږ یې تر ظلم او و حشت لاندې خوشحاله ژوند کوو.
پس موږ د ژوند جق نه لرو او همداسې باید ووژل شوو.
سرخط‬ ورځپاڼه