هغه لوبغاړي، چې په یو اور کې یې شپږ شپږیزې وهلي

هغه لوبغاړي، چې په یو اور کې یې شپږ شپږیزې وهلي


  • 3 کاله دمخه (29/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1522

نهه هغه لوبغاړي چې په یو اور کې یې شپږ شپږیزې وهلې دي؛ دا چې څوک دي دلته یې ولولئ.

د کرکټ لوبې پر مهال وخت نا وخت داسې یو څه پېښیږي، چې بیا د ریکارډ په بڼه پاتې کېږي. په یو اور کې د شپږ شپږیزو وهل هم نهه ځله د ریکارډ په ډول پاتې شوي دي. دغه ریکارډونه د بیلا بیلو هېوادونو د کورنیو تجارتي لوبو پر مهال او یا هم په نړیوالو لوبو کې ثبتیږي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۸ م کال کې د انګلستاني چپ لاسي توپ وهونکي سېرګیر فیلډ سوبرز لخوا شپږ شپږیزې ولګېدې. دوهم ځل لپاره په ۱۹۸۵ م کال کې د هندوستان اوسني مشر روزونکي روي شستري شپږ شپږیزې ووهلې. دریم ځل لپاره په ۲۰۰۷ م کال کې هرشل ګیبز، څلورم ځل لپاره یوراج سینګ هم په ۲۰۰۷ م کال کې د انګلستاني سټورټ براډ خلاف شپږ شپږیزې ووهلې. په همدې ترتیب روز ویټلي په ۲۰۱۷، حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸،  لیو کارټر په ۲۰۲۰، کیرن پولارډ په ۲۰۲۱ او پرون د سریلانکا لوبډلې ټول چاري لوبغاړي تیسرا پریرا د کورنیو تجارتي لوبو پر مهال یو اور کې شپږ شپږیزې ووهلې.

باید یاده شي، چې یوراج سینګ، هرشل کیبز او پولارډ په نړیوالو ملي لوبو کې د خپل ځان او لوبډلې لپاره دغه شپږ شپږ شپږیزې وهلي دي او نورو ټولو لوبغاړو په تجارتي لوبو کې دغه کارنامه ثبت کړې ده.