ویسټنډیز پخپل کوربه توب سریلانکا لوبډله سخته خپه کړه

ویسټنډیز پخپل کوربه توب سریلانکا لوبډله سخته خپه کړه


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1483

 

د درې پنځوس اوریزو لوبو سیریز درې صفر ویسټنډیز لوبډلې له سریلانکا څخه وګاټه.

ددغو دریو لوبو وروستۍ لوبه پرون یکشنبه د مارچ په ۱۴ نیټه په ویسټنډیز کې ترسره شوه. په دې لوبه کې پچه د ویسټنډیز لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. سریلانکا لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۴ منډې جوړې کړې او د ۲۷۵ منډو هدف یې ویسټنډیز لوبډلې ته کېښود. د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې ایشان بندارا ۵۵ او ډي سیلوا ۸۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

ویسټنډیز لوبډلې ټاکل شوهدف په ۴۸،۳ اورونو کې پوره کړ او په پنځه ویکټو او نهه توپونو یې سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه. د ویسټنډیز لپاره لوبډلمشر کیرن پولارډ ۵۳، شای هوپ ۶۴ او ډیرن براوو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډیرن براوو ته ورکول شوه، چې ۱۰۲ منډې یې جوړې کړې وې. براوو په دغې پاڼۍ کې ۵ څلوریزې او ۴ شپږیزې وهلې وې.

له دې وړاندې د شل اوریزو لوبو سیریز هم ویسټنډیز لوبډلې ګټلی وه.