له دوحې وروسته؛ خلیلزاد پاکستان ته روان دی

له دوحې وروسته؛ خلیلزاد پاکستان ته روان دی


  • 3 مياشتي دمخه (08/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 124

ټاکل شوې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته لاړ شي.

نوموړی به نن د یاد هېواد ته سفر وکړي او هلته به له یو شمېر پاکستانې چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر پرمهال تر دې وړاندې افغانستان ته راغلی و او دلته یې له یو شمېر افغان چارواکو سره تر لېدنې وروسته دوحې ته دطالب پلاو سره د ليدنې په موخه لاړ، چې له یادې ډلې څخه یې د روان تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې وه.

باید یاده شي، چې وروسته له هغې، چې بايډن واک ته رسېدلی دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد سیمې ته د افغان سولې پرسر سفر ته وځي.