ستړې مینه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • صیام الدین پسرلی
  • 314

اورېدلي مې وو چې د شاعرۍ يو لامل د مينې او عاشقۍ سيورې وي چې سړى شعر او غزل ليکلو ته اړ کوي؛ خو دا خبره مې هغه مهال زړه ته ولوېدله، چې د خزان صيب د خزان وهلې سټې په راز پوى شوم.

له نوموړي سره شاوخوا دوه کاله چې پیژنم، ظاهري بڼه، عاجز خوي او کليوالي ژوند يې هغه ځانګړنې دي، چې زما د خوښې وړ ګرځيدلي دي. عاجزي یې ډېر خوښیږي. د ښار په پرتله د کلي ژوند ډېر خوښوي.
خزان صيب سره مې په غونډو، کنفرانسونو او مشاعرو ليده کاته ډېر شوي وو؛ خو ناسته ولاړه مو د ختيځ ادبي بهير تر رامنځته کېدو وروسته ډېره شوه، چې نوموړى په کې مرستیال مسوول په توګه وګمارل شو.
د خزان شاعري ساده او روانه ده، له خپه، نا هیلي او ګیله منې څېرې يې سړى له ورايه پوهېږي چې د هجران لمبو سوى او د يار زړه ماتونې سخت دردولى. لکه چې وايي:
داخـــوسـتــــادپـاره يــاره پــاتــې يــــم
وروسـتـه چې پـــه ﻻ ره ياره پاتې يــم
ستـاميـنه مې بـل بانـدې مـاتـېـږي نـــه
ځـکـه خـو بـې يــاره يـاره پــاتـې يـــم

دده ښکلا خوښیږي خو په ښکلو باور نه لري، دى په خپل اند ښکلي بې وفا، مکار او چلباز بولي: 

ښــکلـي پــه قـسـم سـړى
اړوي پـــه غـــم ســــړى

بـيـاېــې پــه وده کـې وي
يوځل چې کړي دم سـړى

خزان صيب په لاندې بيت کې ښکلو ته د قاتل خطاب کوي:
ســتــا پــه څـېـر ېې ډېــر خلک وژلي دي
دا دښــکــلــو کـــاردى والله وژنــــي دې

په بل ځای کې د ښکلو سره ملګرتیا بې ځایه خواري بولي. لکه دا بیت:

داښــــکلـي دچــازړه ســاتــلى نــشــي پــدې پـوه شــۍ
بــېــځــايــه پــرې دټـــول عـمـر خـواري ده لـکه جنــگ

خزان صیب په خپله شاعري کې مور ته هم بیتونه لیکلي او خپله مورنۍ مينه يې داسې ښکاره کړې:

نــــه مــــې مــال اونـــه دولت نه اقتدار وى
خــومــورجـانــه مې ژوندۍ وى راسره وى

د خزان صيب په شاعرۍ کې مې تر نورو هغو دا بېتونه ډېر خوښ شوو؛ ځکه چې موږ نور جنګ نه غواړو،نفرت ترې لرو او پرځاى يې سوله، ارامي او هوسا ژوند غواړو. لکه چې دى يې وايي:

فکر مې سوله خيال مې سوله وجدان سوله غواړي
زه ســولـــه غـواړمـه زړگى اوارمان سوله غواړي

نــن ېـــې لـــه خــولـــې نه دغضب خبرې نه راوتې
ښــايــي لـه جنگه ستړى شوى جانان سوله غواړي

دځـــمــکـــې ســربــانـــدې اوربـل فـضا لوگونيولې
نوره یې ساه ده تنګه شوې اسمان سوله غواړي

چــې تـــرپـــرونــه ېـــې دجـنـگ اورتـه لـمن وهله
بـــاوردې وشه نـــن هـــمـاغه انسان سوله غواړي

داراکـــټـــونـــه اوبــمــونــه بــيــــادڅـــه بـه خاطر
دلــتــه رالــېـــږي، ورتــه وايـه افغان سوله غواړي

مــونــږه هــم حق لرو چې سوله کې ژوندون وکوو
زمـــونــږ دتـانـدو تاندو هيلو کاروان سوله غواړي

د خزان صیب دغه شعر مې چې ولوستل نو زما یو ترخه خاطره را یاده شوه.
زه د یو څو ورځو لپاره هندوستان هېواد ته د یو کنفرانس لپاره تللی وم، د کنفرانس په جریان کې چې ما کله ځان معرفي کوو- زه د افغانستان یم- نو ټولو به دا فکر کوو چې موږ افغانان جنګ خوښوو، په جنګ کې ژوند خوښو، موږ تروریستان یو، ترهګري حملي موږ پلانوو او نور... خو زما ځواب به همدا وه، چې نه داسې نه ده، موږ سوله خوښي يو، دا څه چې تاسو اوریدلي او لیدلي دا ټول دجاسوسو مطبوعاتو فاسدانه نشرات دي او د نورو خارجې هېوادونو استخباراتو لپاره کار کوي . 
نړیوال په افغانستان کې د خپل شتون د اثبات لپاره داسې خبرونه خپره وي او هڅه کوي چې د افغانستان حالت نورو ته زيان پېښېدونکي څرګند کړي. 

د خزان صیب په شاعري چې ډېر کاریدلي الفاظ یا کلیمات زما تر سترګو شول هغه دادي: 
کلی، ښار، جنازه، یار، جانان، زړګی، ژوندون، مــرگ، سوله، جګړه، ظلـمونه، پــښـتون، حـــالات، بدبختی، غماز، پسرلی، ګودر، مازیګر، مینه، کرکه او نور...

په پاى کې په همدې دعا خپل لاسونه لپه کوم، چې د خزان پرشاعرۍ دې تل د بهار رنګينې غوړېدلې اوسي او عمر يې د ژوند له کاواکو ګړنګونو په امن اوسي.
 
امین
صیام الدین پسرلی
ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز (ميديوتيک)
وخت ماسپښين درې بجې ١٣٩١ هـ ش کال د تلې ٢٢ مه