اتلتیکو مادرید په خپل کور کې ریال مدرید سره لوبه مساوي کړه

اتلتیکو مادرید په خپل کور کې ریال مدرید سره لوبه مساوي کړه


  • 8 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 605

د لالیګه په لوبو کې اتلتیکو مادرید په خپل کور واندا متروپولیتانو لوبغالي کې ریال مدرید سره لوبه یو په یو برابره کړه.

په دې لوبه کې لوییس سوارېز په ١٥ مه دقیقه کې لومړی ګول وکړ او کریم بېنزما په وروستیو شېبو کې ریال مدرید له ماتې وژغورو. 

د لالیګا په دې لوبیز موسم کې اتلتیکو مدرید کېدای شي دا لوبې وګټي او د دې لوبې بریا ورته ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه وه او اتلولۍ ته یې یو ګام نوره ورنژدې کوله.

 خو ریال مدرید په ٨٨ مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه. اوس نو د دې لیګ د لوبو خوند لا ‌‌‌‌‌‌ډېر دی ځکه چې بارسلونا هم له اتلتیکو مدرید درې پواینټه کمه ده. خو اتلتیکو یوه لوبه کم کړې چې ژر به یې وکړي. 

د راتلونکو اونیوو لوبو پایلې مهمې دي خو په اوسني حالت کې اتلتیکو مدرید، ریال مدرید او بارسلونا د دې لوبو د اتلانو یو مثلث جوړ کړی او ګورو به چې کومه یوه لوب‌‌‌‌‌‌ډله یې ګټي

ریال مدرید دوې پر له پسې لوبې  یو په یو مساوي کېږي او په وروستیو دوو اوونیو کې یې ٤ پواینټه یا نومرې له لاسه ورکړي