مخالف ګوندونه: عمران خان دې استعفی وکړي.

مخالف ګوندونه: عمران خان دې استعفی وکړي.


  • 3 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 240

د عمران خان مخالف ګوندونه وايي، چې د نوموړي د باور رایه ورته د منلو نه ده او استعفا دې وکړي

د پي ډي ایم ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې عمران خان له خلکو په پیسو رایې اخیستي او دا رایې دوی ته د منلو نه دي.

نوموړي ویلي، چې عمران خان د پاکستان په تاریخ کې یو ناکام مدیر دی او باید ژر تر ژره دې استعفا وکړي.

په ورته مهال بیا د مسلم لیګ ن مرستیالې مریم ویلي، چې د حکومت د وتلو وخت راغلی او نور باید د عمران خان حکومت استعفا وکړي؛ ځکه حالت ورځ په ورځ د بحران لور ته روان دي.

په همدې حال کې بیا د د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، چې عمران خان ګوډاګی دی او دې ناپوه وزیر پاکستان له سختو حالاتو سره مخ کړ نوموړي ویلي، چې عمران خان د پاکستان هېواد د تباهي په لور روان کړی او په هېواد کې یې یوه تاریخي اقتصادي ترهګري کړې.

باید یاده شي، چې شاوخو یوه میاشت وړاندې هم په پاکستان کې د عمران خان مخالف ګوندونو د نوموړي پرضد لاریونونه کړي وو.