ویلیم راجر: طالبان به درنو تلفاتو سره سره بیا هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي

ویلیم راجر: طالبان به درنو تلفاتو سره سره بیا هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي


  • 8 مياشتي دمخه (19/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 298

 

د افغانستان لپاره د امریکا نومول شوی سفیر ویلیم راجر وایي طالبان به درنو تلفاتو سره سره بیا هم خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.

نوموړی وایي امریکا دوه انتخابه لري یو دا چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او بل دا چې په افغانستان کې یوې خونړۍ، بې پایه او بې بریا جګړې ته ادامه ورکړي.

راجر همدا راز زیاته کړې چې طالبانو ته په جګړو کې درانه تلفات اوړي خو بیا هم دغه ډله د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

نوموړي ویلي چې طالبان به تر سولې وروسته واکمن وي خو هغه مهال به امریکا ته هېڅ راز اضافي امتیاز ور نه کړي او د امریکايي ځواکونو له دایمي حضور سره به مخالفت وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او په دې توګه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړل شي.