ملېشې جوړول، ولس ته یو بل سرخوږی


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 290

 دې ورځو کې یو ځل بیا د ملېشو جوړولو خبرونه خوله په خوله ګرځي. دغه خبرونه ګواښوونکي دي. په هر ځل اورېدو یې ذهن ته هغه دوره تداعي کېږي چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د شخصي وسله‌والو انډوخر جوړ و.

دا د (۱۳۷۱- ۱۳۷۵) کلونو توره دوره وه. هغه دوره چې کابل یې لوټې لوټې، تولیدي فابریکې یې ویجاړې، د یوه پیاوړي نظام ملا یې ماته او دولتي تاسیسات یې لو لپه کړل.
په دغه دوره کې له (۶۰) زرو، ډېر بې‌دفاع کابل ښاریان ووژل شول، د قتلونو نوې بڼې اختراع شوې، پر ناموسونو تیري وشول او جنت نشانه کابل په سره دوزخ بدل شو.
دا داسې وخت و چې هر قوماندان ځان سره خپلسري وسله‌وال ګرځول او هر جنایت چې یې زړه غوښته، د همدې وسله‌والو په مټ یې کاوه.
اوس چې افغانستان یوه چوکاټ ته را داخل شوی او په تدریج سره د خپلسریو ټغر په ټولېدو دی، د شخصي ملیشو جوړول او حتی فکر یې دغه چوکاټ ته ستر ګواښ جوړېدای شي.
د ملیشو جوړولو نیت ته که څه هم د امنیت د ټینګښت جامه ور اغوستل کېږي، خو که دغه ښکرور نیت عملي شي، ممکن دغه جامه وڅیري او داسې نا امني را منځ ته کړي چې بیا به یې کابو کول ګران وي.
د ملیشو په راس کې معمولا یو شخص وي، نه قانون. همدا لامل دی چې دغه بې‌مهاره ځواکونه بیا د قانون په ځای شخص ته وفادار وي او دغه شخص یې د خپلو ګټو، د خپلو مخالفینو د ځپلو او نورو مفاداتو لپاره کاروي.
خلک اوس‌مهال په ځینو سیمو کې له سیمه‌ییزو پولیسو چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دي خلک شکایت لري، ځکه دغه ځواکونه تر ډېره د پخوانیو قوماندانانو او با نفوذه اشخاصو تر قوماندې لاندې دي؛ نو ملیشې چې کاملاً د فرد تر نفوذ لاندې وي، د هغوی به څه حال وي؟
د سیمه‌ییزو پولیسو د جوړېدو له طرحې سره هم، ځینې پوځي کارپوهان او خلک مخالف وو. دوی اندیښنه درلوده چې دغه ډول ځواکونه به ولس له یو بل ناوړه حالت سره مخ کړي او په کار ده چې په ځای یې د ملي پولیسو او ملي اردو لیکې پیاوړي شي، خو دې مخالفت ته په کم نظر وکتل شول او موږ اوس په ځینو سیمو کې د دغې ( کم نظرۍ) منفي تاثیرات وینو.
دغو منفي تاثیراتو د غزني او د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ او نورو بیلابیلو سیمو کې سرونه هسک کړل.
په جلریز ولسوالۍ کې د روان کال د چنګاښ په لسمه، د محلي پولیسو پر پوستو بریدونه وشول او شاوخوا (۲۵) پولیس پکې شهیدان شول. ځینې خلکو هغه مهال ویلي وو چې دغو محلي پولیسو یوې خاصې ډلې پورې ارتباط درلود او خلک یې ځورول. هغوی دا هم ویلي وو چې د دوی ظالمانه او ناوړه چلند، د حملې لپاره شرایط برابر کړل.
تجربې ښيي چې ملیشې له دغه شان ځواکونو هم خطرناکې ثابتېدای شي.
د بیلګې په توګه، د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال چې کومې ملیشې وې او د (ګلم جم) په نوم یې شهرت حاصل کړ، کابل ښاریان یې اوس هم ویروونکې کیسې په حافظو کې لري.
د ډاکټر نجیب حکومت چې تر ډېره په خپلو پښو ولاړ و، د ملیشو د خپلسریو په مهارولو کې عاجزه پاتې شو، اوسنی حکومت چې د هغه په پرتله کمزوری او بلا نورې ستونزې هم لري، خامخا یې د ملیشو قیضه له لاسه وځي.
د شخصي ملیشو ډنډوره ډېری هغه اشخاص غږوي چې د ځواک او امتیاز اخیستنې منتر یې ورو– ورو خپل اغېز له لاسه ورکوي او اوس څوک تر افسون لاندې نه‌ شي را وستلی.
که څه هم د شخصي اقتدار تنده د ملیشې جوړونې عمده لامل دی، خو د حکومت په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو بې غوري او په وخت مسوولیت نه ادا کولو دغې تندې لپاره بستر جوړ کړی دی.
وګورئ! په ګڼو سیمو کې خلکو له ناامنیو دومره چیغې وهلي چې غږونه یې ناست دي؛ خو چا نه دي اوریدلي. حکومت هغه وخت د اقدام لپاره نیت کړی چې نا امنۍ پراخه شوي او خلک پوره ځپل شوي دي. د ننګرهار ځینې ولسوالۍ د دغې ادعا لپاره غوره ثبوتونه دي.
که امنیتي ځواکونه په خپل وخت د هرې نا امنۍ پر وړاندې غبرګون وښيي او خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي، د ملیشې جوړونې لپاره به هم پلمه پاتې نشي.
په هر صورت، د ملیشې جوړونې لامل او موخه که هرڅه وي، خو یو څه چې ښکاره او جوت دی، هغه دا دی چې دا به د ولس لپاره یو سرخوږی شي، داسې سرخوږی چې بیا به په اسانه تداوي نشي.
ولس ته په کار ده چې د ملیشو جوړونې پر وړاندې ودرېږي او که هر څوک د ولس د امنیت مینه په زړه کې لري، د هغو ځواکونو ملا دې وتړي چې د اشخاصو په ځای قانون ته ځواب ویوونکي وي. د اشخاصو په ځای د وطن او ولس ګټې ورته مهمې وي.
سرخط‬ ورځپاڼه