د څوارلسم پړاو ای پي ایل د ترسره کېدو نېټه معلومه شوه.

د څوارلسم پړاو ای پي ایل د ترسره کېدو نېټه معلومه شوه.


  • 4 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 368

د هندوستان کرکټ بورډ پرون له رسنیو سره د ای پي ایل د ترسره کېدو په اړه معلومات شریک کړل.

 

د بي سي سي آی ادارې رسنیو ته په معلوماتو کې وویل چې، دغه لیګ د اپریل میاشتې په نهمه نیټه شروع کېږي او د می میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې دوام کوي. 

 

سږ کال ددغه لیګ ټولې لوبې په هندوستان کې پلان شوي دي. تېر کال ای پي ایل په هندوستان کې د کرونا ویروس د زیاتوالي له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو. 

 

د هند کرکټ بورډ هڅه کوي، چې دا ځل لوبغالي کې نندارچیانو ته د ورتګ اجازه ورکړي تر څو لوبې له نږدې ننداره کړي.

 

د ای پي ایل د تیر کال اتله لوبډله ممبيي انډییننز وه، چې فاینل لوبه کې یې ډیلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.