کابل کې د ډبرو پلورونکو ترمنځ نښته

کابل کې د ډبرو پلورونکو ترمنځ نښته


  • 9 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 252

 

د کابل پولیس وايي کابل کې د ډبرو پلورونکو ترمنځ د نښتې له امله یو تن ټپي شوی.

د امنیه قوماندان ویاند فردوس فرامرز وايي دغه پیښه نن غرمه مهال د پنځمې ناحیې اړوند کارته مامورین سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی وایي دغه کسان چې یاده سیمه کې د ډبرو د پیر او پلور کار او بار کوي ترمنځ یې شخړه رامنځته شوې او د اخ او ډب له امله یو تن پکې ټپي شوی.

دغو کسانو له پیښې وروسته په سیمه کې لاریون کړی او سړک یې د څو ساعتونو لپاره د موټرو او خلکو پر مخ تړلی وو.

مسوولین وایي سیمې ته پولیس رسیدلي او د یادې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوي.