انظمام الحق : په مونږ د بهرنیو لوبغاړو باور کمېږي

انظمام الحق : په مونږ د بهرنیو لوبغاړو باور کمېږي


  • 4 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 375

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق د پاکستان سوپر لیګ له ځنډېډو وروسته په خپل یوټیوب چینل کې د وینا پر مهال ويلي چې ځیني کسان دې د پاکستان کرکټ بورډ مجازات کړي.

دی وايي پر مونږ د بهرنیو لوبغاړو باور کمیږي او دا شکایت هم کولای شي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نه وه نیولي. انظمام زیاتوي هغه کسان دې مجازات شي، چې د کرونا ویروس لارښونې یې ندي عملي کړي تر څو په راتلونکي کې ورته مسایلو ته ډېر فکر وکړي.

د پاکستان سوپر لیګ کې د ځینو لوبغاړو په کرونا د اخته کېدو وروسته یاد لیګ تر نا معلومې نیټې پورې ځنډېدلی دی.