سرپل کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

سرپل کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


  • 1 کال دمخه (03/02/2021)
  • خالد سهار
  • 454

سرپل کې د وسله والو طالبانو په برید کې شپږ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

 

د سرپل ولایتي شورا غړی، اسدالله خرم وایي، چې ددې ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند سیمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستې برید کړی، چې په پایله کې شپږ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د "اق قبرک" په سیمه کې رامنځته شوې، چې په دې نښته کې ۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.