کابل کې وسله وال برید کې د ۵ تنو وژل کیدل

کابل کې وسله وال برید کې د ۵ تنو وژل کیدل


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 989

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، وسله والو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئيس په ګډون څلور کسان، چې دندې ته پر لاره وو، په ډزو ووژل او له سیمې په تېښته بریالي شول.

په دې پېښه کې د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا سرپرست ریاض احمد خلیل، فریدالله ارین، حبیب الله عزیزي او یوتن بل په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په ورته مهال د کابل مکروریانو کې هم نن سهار د بهرنیو چارو وزارت په موټر چاودنه وشوه، چې له امله یې ددې وزارت یو کارکوونکی ووژل شو او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.

ددغه وسله وال برید او چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.