طالبان دې تاووتریخوالی کم او القاعده سره اړیکې پرې کړي

طالبان دې تاووتریخوالی کم او القاعده سره اړیکې پرې کړي


  • 10 مياشتي دمخه (29/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 270

د امریکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د دوحې تړون نه عملي کیدو په مې میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنې پيدا کړي او طالبان یې تورن کړي چې د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو نه پرې کیدو برخه کې یې د دوحې پر تړون عمل نه دی کړی.

د پنتاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې هیواد یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو بشپړ وتلو ته ژمن دی خو طالبان باید خپلې اړیکې له القاعده سره پرې کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

جان کربي ټينګار کړی چې امریکا خپلو تعهداتو ته ژمنه ده خو غواړي چې دغه ژمنې په مسولانه ډول ترسره شي.