پنټاګون: افغان ځواکونه کولای شي، په یواځې ځان له خپل هېواده دفاع وکړي.

پنټاګون: افغان ځواکونه کولای شي، په یواځې ځان له خپل هېواده دفاع وکړي.


  • 4 مياشتي دمخه (21/05/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 330

وروسته له هغې چې امریکايي سناتورانو په یوه غونډه کې د امریکا پر دفاع وزارت نیوکې وکړې، چې د افغانستان په چارو کې ښکیل جنرالان د ځواب ویلو لپاره دې کمیټې ته نه ورلیږي او همدارنګه د کانګرېس د وسله وال پوځ کمېټې غړي جک رییډ او د غونډې مشر ټینګار وکړ، چې امریکا دې د افغان ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې وپایېږي.

په ځواب کې د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هالفْي بیا د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اوس ځواکونه په یوازې ځان هم مخالفینو پر وړاندې جګړه کولی شي.

 نوموړي په خپلو خبرو کې افغان پوځ وستایه او په وینا یې دا پوځ د اتلانو په شان له دښمن سره جګړه کوي، هره ورځ تلفات ورکوي، خو بیا ولاړ دي او افغانان دې پرې وویاړي.

باید یاده شي، چې په یادې غونډه کې ګڼ شمېر سناتوروانو د هغو افغانانو پر خوندیتابه او امریکا ته یې پر بیولو ټینګار وکړ، چې له امریکايانو سره یې په ملکي او پوځي ډګر کې کار کړی دی.