لغمان کې درې تنه د جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

لغمان کې درې تنه د جرمونو په تړاو نیول شوي دي.


  • 9 مياشتي دمخه (07/02/2021)
  • خالد سهار
  • 287

د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، چې ددې ولایت منسوبینو د جرایمو ضد د دوه بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې درې تنه د جنایي جرمونو په تړاو د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې نیولي دي.

 

سرچینه وایي، چې د یادو کسانو څخه دوه تنه د ژوبلې په قضیه کې د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو تن د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

 

باید یاده شي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې د لومړنیو څېړنو وروسته به اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.