میلبورن لوبډلې د دوه افغان لوبغاړو په شتون کې ماتې وخوړه.

میلبورن لوبډلې د دوه افغان لوبغاړو په شتون کې ماتې وخوړه.


  • 7 مياشتي دمخه (19/12/2020)
  • خالد سهار
  • 252

 

میلبورن لوبډلې د دوه افغان لوبغاړو په شتون کې ماتې وخوړه.

د اسټرالیا بيګ باش سیالیو په لړ کې نن ۱۰مه لوبه د میلبورن رینیګاډز او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ په هوبارټ کې ترسره شوه. د نور احمد لکڼوال او محمد نبي عیسی خیل اړوند د میلبورن او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شو. میلبورن لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د سام هارپر ۶۶ منډو پر مټ مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې یې هوبارټ لوبډلې یاد هدف په ۱۷.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

باید یاده شي، چې نبي په دغه سیالۍ کې په ۱۲ توپونو ۱۴ منډې وکړې او په ۳ اورونو کې یې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۲۶ منډې ورکړي. نوراحمد لکڼوال بیا په ۴ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو ۲۷ منډې ورکړې خو لوبډله یې له ماتې ونشوی ژغورلای.