۲۰۲۰ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال وو

۲۰۲۰ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال وو


  • 7 مياشتي دمخه (02/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 357

د افغان خبریالانو ټولنې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې په په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د خبریالانو هدفي وژنې او ګواښونه تیرو کلونو ته په پرتله زیات شوي.

د یادې ټولنې د راپور له مخې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو اړوند ۱۱۲ پیښې چې د وژنو، ټپي کیدو، فزیکي تاوتریخوالي، سپکاوي او رټلو، ګواښ او فشار پیښې پکې شاملې دي ثبت شوي.

د یادې ټولنې د مسوولینو په وینا ۲۰۲۰ کال خبریالانو ته د زیان رسیدو له امله ۲۰۱۹ کال ته په پرتله بل ډول وو چې په وینا یې ۲۰۲۰ کال کې ۸ افغان خبریالان وژل شوي چې ۶ هغو یې په ترهګریزو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د خبریالانو پر وړاندې معلوماتو ته لاسرسی سخت شوی او پر وړاندې یې د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده.

هغوي ۲۰۲۰ کال د خبریالانو د هدفي وژنو له امله نورو کلونو ته په پرتله بې ساری خونړۍ کال بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ورځ د غور غږ راډيو مسوول او خبریال بسم الله عادل هم په یو وسله وال برید کې ووژل شو چې دې چارې د افغان خبریالانو اندیښنې را پارولي دي.