کابل ښار کې یوې چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کابل ښار کې یوې چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


  • 1 کال دمخه (26/01/2021)
  • خالد سهار
  • 426

کابل کې یوې چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

سرچینه وایي، چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کابل ښار پینځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني هډې ته څېرمه سیمه کې په یوه سراچه ډوله موټر چاودنه شوې، چې په پایله کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

 

د کابل پولیس هم وایي، چې د کابل ښار پیځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني هډې ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې په پایله کې یو تن وژل شوی دی. 

 

د یادې پېښې پخلی لا هم کومې ډلې نه دی کړی. 

 

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاریان خپل هر سهار په دغه رنګه چاودنو پیلوي، چې دغه وضعیت د کابل ښاریان اندېښمن کړي دي او له امنیتي چارواکو څخه د خپل سر او مال ساتنه غواړي.