هرات کې ۳ سوځول شوي جسدونه موندل شوي

هرات کې ۳ سوځول شوي جسدونه موندل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (19/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 311

هرات کې د دریو کسانو سوځول شوي جسدونه وموندل شول.

مسوولان  وایي، د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یوې ښځې یو څلور کلن ماشوم او یو نارینه سوځول شوي جسدونه د پولیسو له خوا موندل شوي دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په بل ځای کې وژل شوي او وروسته بیا د شواهدو له منځه وړلو لپاره د انجیل ولسوالۍ ته انتقال شوي او سوځول شوي دي.

تر اوسه د دې پيښې د څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.