د دبۍ له زندانونو څخه د ۲۱ افغانانو خوشې کیدل

د دبۍ له زندانونو څخه د ۲۱ افغانانو خوشې کیدل


  • 1 کال دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 320

بهرنیو چارو وزارت وایي د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه ۲۱ افغان وکړي خوشې شوي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي هغه ۲۱ افغان وګړي چې د دبۍ په زندانونو کې بندیان وو په یاد هیواد کې د افغانستان د کنسولګرۍ په هڅو او د اماراتو د عدلي او قضايي همکاریو په لړ کې له زندانونو خوشې شوي.

د خبرپاڼې له مخې دغه کسان هیواد ته ستانه شوي.

د معلوماتو له مخې په تیرو څو میاشتو کې ۲۱۰ تنه افغان وګړي د دبۍ له زندانونو خوشې او هیواد ته ستانه شوي دي.