ننګرهار او لغمان کې د دوه خونړيو پېښو مخنيوى وشو.

ننګرهار او لغمان کې د دوه خونړيو پېښو مخنيوى وشو.


  • 10 مياشتي دمخه (08/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 336

 

چپرهار ولسوالۍ کې پولیسو د کشفي اطلاع په اساس د چپرهار د شولانۍ په سیمه کې د چاودیدونکو توکو ډک دوه بېلرونه له یو ځانمرګي واسکټ سره یو ځای کشف او ترلاسه کړل، همدا راز پولیسو یو شمېر نور چاودېدونکي توکي ساچمې، د هاوان دوه سرګلولۍ، لاسي بم، خود سازه بم، یو میل چرییز ټوپک، نظامي بوټان، دریشي او د ماینونو د جوړولو یوه کتابچه هم نېولي ده.

د يادونې وړ ده، چې نن د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ سیمه ایزو پولیسو له لوري هم د مرکز مهترلام اړوند چهلمټیو سیمه کې یو کړۍ خود سازه ماین، چې ترهګرو طالبانو د عمومي سړک غاړې ته ځای پرځای کړى ٶ کشف او د امنیه قوماندانۍ د ماین شنډوونکي ټیم لخوا شنډ کړى شو.