غني: افغانستان د ۳۰۰ زره میګا واټه بریښنا د تولید وړتیا لري

غني: افغانستان د ۳۰۰ زره میګا واټه بریښنا د تولید وړتیا لري


  • 3 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1003

ولسمشر محمد اشرف غني نن د اقلیم د بدلون په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د اقلیمي بدلون له درکه افغانستان یو له اغېزمنو هېوادونو دی.

ولسمشر اشرف غني وايي دلته په هرو پنځو کلونو کې وچکالي راځي او همدا راز د باران موسم په پسرلي کې دی چې د خونړیو سیلابونو د راوتو سبب ګرځي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او ناورین سبب ګرځېدلی شي.

غني وايي چې افغانستان د شنه کېدو، د عظیمې پاکې انرژۍ د تولید او شنه صنعت د رامنځ ته کېدو لوی فرصتونه هم لري.

ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې افغانستان د درې سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.