میرمن تریسیا ( یو واقیعی داستان)


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله خالد
  • 309

میرمن تریسیا یوه غوښنه او د جیګ قد خاونده میرمنه وه هغه د کلونو راهیسۍ د ویانا د ښار د دریمی ناحیی د هستوګنو د یو بلاک په پنځم پوړ کی یوازی ژوند کاوه، د هغی د ژوند ملګری څو کاله مخکی له جهانه سترګی پټی کړۍ او اولادونه یی هم چی اوس  ځوانان  وو  د اتریش په نورو ښارونو کی په تحصیل او کار بوخت  وواو خپل مور یی چی د  تقاعد دوره یی  تیروو او یا د اتریشیانو په خبره پانسونیسته شوی وه  یوازی پریښۍ وو.
میرمن تریسیا چی کومه رسمی دنده نه لرله خپل ورځنۍ مهال ویش یی داسی تنظیم کړۍ وو همدا چی  د سهار نهه بجی به شو هغی  به خپل د سودا وړه کراچۍ واخسته او د  ژوند د ورځني  اړتیاوو د نیولو  لپاره به چی معمولا دوه دری قلمه خوراکی مواد، ترکاري او یوڅو قطۍ مستۍ به وۍ د خوراکی موادو  د پلورنځي خواته روانه شوه، د پلورنځي ټول کارکونکي هغی سر  پيژنګلوی درلود او هغه یی په نوم پیژ نده  ځکه میرمن تریسیا د هغه پلورنځی یوه  دائمی اخیستونکی وه ،  سره له دی چی  د خوراکی موادو پلورنځی یا ( بیلا ) د میرمن تریسیا د هستوګنی له ځایه د څلور پنځودقیقو نه زیاد واټن نه درلود مګر  هغی به کله همدا لنډ واټن به یوه ساعت کی  وواهه  او  وجه  یی هم دا وو چی له یوی خوا میرمن تریسیا  لاره کی ورو  ورو قدم آخیست او د بلی خوا څرنګه چی هغۍ  د  څه باندی څلویښتو کلونو راهیسی په هغه سیمی کی ژوند کاوه  نو د کوڅی اکثرو دوکاندارانو او اوسیدونکو سره  بلده وه  همدا چی به کوم  ګاونډۍ په   لاره کی د هغی  سره  مخامخ شو  میرمن تریسیا  به چی یوه غوریالي میرمنه  وه  په غورو  او خبروکی   داسی بوخته شوه  چی سودا اخستل به بیخي ورنه هیر شو،  د  اوړي   په تودو ورځو کی به میرمن تریسیا د بازار نه د بیرته  راتګ  په وخت کی د څو شیبو  دمی لپاره  د پارک  د سنډی په  اوږده چوکۍ کی چی د هغی د لاری په سر   وو تم شوه او د نورو  زړو خلکو سره به چه هره  ورځ   هلته  راټولیدل  بنډار او د زړه خواله کوه..
په هغه بلا ک کی چی میرمن تریسیا اوسیده د اتریشیانو تر څنګ چی اکثره یی زاړه  نارینه او میرمنی وی   څو بهرني کورنۍ هم   ژوند کاوه چی اکثرا د ترکیی او پخوانی یوګوسلاویا د هیوادونو مهاجر  وو ، میرمن تریسیا دخپلو  ځینونورو  هیوادوالو پرخلاف چی خپل  بهرني ګاونډیانو سره  روغ او بړ ته  هم زړه نه  ښه کاوه هغی  خپل بهرني ګاونډیانو سره  دوستانه  اړیکی  او راشه درشه درلوده  ، میرمن تریسیا به د خپل ګاونډیانو  د کوچنیانو  د زیږیدو په کلیزو کی  برخه اخسته  او حتی  د ضرورت په وخت کی به له  هغو ی سره  دولتي ادارو ته  د  هغوی د ستوونزو  د حلولو لپاره   لاړه ، د  میرمن تریسیا د  ګاونډیانو په منځ کی یو افغان مهاجر کورنی هم وو چی  میرمن تریسیا  دی کورني سره  ډیر دوستانه اړیکی درلوده  ،په اکثرو  ځایو کی  ډیر داسی شوي چی  د ماشومانو  د لوبو او چیغارو په وجه د ګاونډیانو تر منځ شخړی راپورته شوي خو سره له دی چی افغان کورنۍ څو واړه ماشومان  هم درلود مګر د میرمن تریسیا او  دافغان کورني تر منځ په تیرو اتو کلونو کی هیڅ کومه  داسی ستونزه  پیدا شوۍ نه وه د  هغی دی  کورنی  ټولو ماشومانو سر ه مینه درلوده خو د هغه کورنې کوچني ماشوم  سره  چی اسد نومیده او د یولسو کلونو وو  زښته  ډیره   مینه  درلوده  او  د هغی په خبره د خپل اولاد نه ورته  زیاد  وو، کله به چی  اسد د هلیز او یا پارک کی  له هغی سره مخامخ شو  نو سمدستی به یی غیږ کی ونیوه  او  ښکلوه  به یی ، په لمړیو کلونو کی چی اسد  لا کوچنی ماشوم  وو اسد به له هغی تښتیده او  حتی نۍ غوښته  چی له هغی سره مخامخ شي خو وروسته  اسد هم  ورو ورو  له میرمن  تریسیا سره  بلد شو تر دی حده چی کله به هغې باندی  په څو ورځو کی  سترګی نه لګید نو هڅه به یی کاوه چی  هغه پیدا کړي.
  د دواړو ترمنځ داسی دوستانه اړیکی ټینګی شوی وۍ چی هرکله به میرمن تریسیا کومی ستونزی سره خپل کور کی مخامخ شو نو د اسد کوم یعنی( اسد راشه) آواز به دهلیز کی جیګ شو او اسد به هم د میرمن تریسیا د غږ په اوریدو سره سمدستي ځان هغی ته ور وره ساوه، البته هغه ستونزی چی میرمن تریسیا به ورسره مخامخ کیده ډیری پیچلی هم نوۍ مګر څرنګه چی د هغی د سترګو دید اود لاسونو قوت ډیر کم شوۍ وو نو هغه به مجبوره شوه چی د هری کوچنۍ ستونزی د حل لپاره له اسد نه مرسته وغواړي.
 د تیر ژمي په یوه ماښام کی چی اسد له خپل کورنۍ سره د شپی په ډوډی خوړلو بوخت وو چی  یو ناڅاپه د میرمن تریسیا آواز پورته شو اسد سمدستی له کوره ووت او ځان یی میرمن تریسیا ته ورساوه
 خو د څو شیبو نه وروسته بیرته خپل کور ته راستون شو کله چی د اسد پلارهغه نه د بیرته ژر راتګ پوښتنه وکړ اسد د ماشومتوب د غرور نه په ډکه لهجه داسی ځواب ورکړ: (  د شربت هغه بوتل چی میرمن تریسیا ونه شو کړای په نیم ساعت کی د هغه سر خلاص کړی ما په څو ثانیو کی خلاص کړ) د دی حادثی نه یو ساعت وروسته وو چی میرمن تریسیا له یو اندازی خوږو او بسکیټو سره د هغوی دروازه وټکوه تر څو د اسد د مرستی نه مننه وکړي.
 میرمن تریسیا به همدا رنګه د کرسمس، نوي کال ، او اوستیرن په ورځو کی په چاکلیټو او تحفو سره  ماشوم اسد خوشالوه او وروستی ځل د نوی کال ورځۍ وۍ چی میرمن تریسیا  له خپلو تحفو
 سره د هغوی کور ته ورغله او د څو ځلو مچولونه وروسته خپل تحفی اسد ته ډالۍ کړ.
 پدی ورستیو اونیو کی میرمن تریسیا زیات نه ښکاریده ، هغه به اکثرا یا خپل کور کی وه او یا به په  روغتیائی معایناتو بوخته وه ، په حقیقت کی د هغه صحی حالت له کومی ستونزی سره مخامخ شوی وه، خو اسد او ګاونډیانو یی د هغی د روغتیایی حالت په باره کی زیات نه پوهیده  ځکه میرمن تریسیا به خلکو سره د مخامخ کیدو په وخت کی خپله همیشنۍ موسکا حالت له لاسه نه ورکوه، تر آخره چا د هغی په څیره کی د خفګان او مرض نښی ونه لید او هغه پخپله هم د خپل روغتیائی حالت په باره کی معلومات اسد او نورو ګاونډیانو سره شریکه نکړه.
 یوسهار وختی چی لا د لمر زرینی وړانګی لا د ښار په سړکو اوکوڅو کی نوۍ خواره شوی او د بلاک اکثره اوسیدونکي لا په خوب کی ویده وو چی د عاجل امبولانس د موټر آواز په سیمی په فضا 
 کی پورته شو د اسد مور د امبولانس د غږ په اوریدو سره سمدستی د هغی کړکی خوا ته چی د بلاک غولۍ له هغه نه ښکاریده نژدی شوه ، لاندی د بلاک  په غولی کی د امبولانس روغتیائي کارکونکی میرمن تریسیا چی په تذکره (کټ) کی پرته وه امبولانس ته پورته کاوه، د بلاک اکثرو اوسیدونکو له کړکیو نه د دی صحنی ننداره کوله د څو دقیقو نه ورسته امبولانس ګاډی په چټکۍ سره روغتون په لوري روان شو.
 د هغی نه پس د بلاک ټولو اوسیدونکو په تیره بیا  کوچني اسد د میرمن تریسیا د بیرته راتګ انتظارکاوه خو د هغی پته چاته ونه لګید څو ورځی همداسۍ تیرۍ خو د هغی درک معلوم نه وو، تر څو یو ورځ د غرمی نه وروسته د اسد د کورنۍ د اپارتمان دروازه وټکول شو کله چی د اسد مور دروازه خلاصه کړه  د میرمن تریسیا مشره لوردروازی کی ولاړه وه هغی د روغ او بړ نه وروسته سمدستي د اسد له موره داسی ټپوس وکړو:
 آیا ممکنه ده تاسو نه یوه پوښتنه وکړم؟
 د اسد مور ځواب ورکړ: ولی نه مهرباني وکړئ
 د تریسیا لور وویل: آیا ستاسو دود او دستور کی د یادګاري انځور قبلول کومه ستونزه لري؟
 د اسد مور چی د اصلی پیښۍ نه  لا بی خبره وه ځواب ورکړ : مقصد مو د دی خبری نه څه ده؟
 د تریسیا لور سمدستی  پاکټ منځ نه د خپل مور یو انځور راوویست او د اسد مور ته  یی ښکاره کړه او پداسی حال کی چی د غم اوخپګان نه یی له سترګو اوښکی جاري وئ داسی وویل :
 ( زما مور د خپل ژوند په ورستیو ورځو کی اسد زیاد یاداوه او ماته یی دنده سپارلی چی د هغۍ د مرګ نه وروسته دا انځور اسد ته د یادګار په ډول ورسوم ، زه دلته پدی وجی راغلی یمه چی د خپل مور وصیت پر ځای کړم .
 د دی خبری په اوریدو سره د اسد مور د زیاد خپګان پوجی د شوک یو حالت پیدا شو او دواړو د څو دقیقو لپاره سره وژړل.
 هوکی په پای کی مرګ د میرمن تریسیا ژوند ته د پای ټکی کیښود او د هغی په تلو سره  به نور د (اسد کوم) آواز د هغوي د بلاک په دهلیز کی پورته نشي او نه به د نوي کال او اوستیرن په ورځو اسد ته څوک رنګه اګي او تحفې ډالې کړي.
 وسلام
 د اپریل دولسمه  ۲۰۰۹
 د ویانا ښار