د مشرانو جرګې ۳ سناتوران د بډو په تور ونیول شول

د مشرانو جرګې ۳ سناتوران د بډو په تور ونیول شول


  • 8 مياشتي دمخه (28/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 271

 

د مشرانو جرګې ۳ سناتور د بډو په تور ونیول شول.

 

لویه څارنوالي وایي مشرانو جرګه کې د فاریاب سناتور محمد انور باشلق، د سرپل سناتور محمد عظیم قویاش او د خوست سناتور لیاقت الله بابکرخیل حیرتان بندر کې د لسګونه زره امریکايي ډالرو د بډو په تور ونیول شول.

د لویې څارنوالۍ ویاند وایي دغه درې سناتوران چې پر چارو د نظارت او څیړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي وو د ملي امنیت لوی ریاست د منسوبینو او لویې څارنوالۍ د استازو لخوا د ۴۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول شول.

نوموړی وایي د یادې قضیې راپور د افغانستان د مشرانو جرګې ریاست ته سپارل شوی خو مشرانو جرګې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.