افغان کرکټ بورډ وایي، چې د ایرلېنډ او زمبابوې لوبډلو سره به په خپل ټاکلي وخت لوبې ترسره کېږي.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې د ایرلېنډ او زمبابوې لوبډلو سره به په خپل ټاکلي وخت لوبې ترسره کېږي.


  • 2 اونۍ دمخه (01/01/2021)
  • خالد سهار
  • 72

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو مسؤول حکمت حسن په یوه ټویټ کې لیکلي: چې د ایرلېنډ او زمبابوې ملي لوبډلو سره به د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

نوموړي ویلي، چې مونږ په یوه وخت کې په څو اپشنونو کار کوو. په څو ورځو کې به ملي لوبډله د لوبو د ترسراوي په موخه له هېواد څخه بهر سفر وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له دې وړاندې هم تېر کال له دغې لوبډلې سره درې نړوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړې وې، چې اوس بیا به د روانې جنوري په میاشت کې د ایرلېنډ په کوربه توب لوبې کوي.