د پکتیا ګمرک یو کارکوونکی شهيد شوی

د پکتیا ګمرک یو کارکوونکی شهيد شوی


  • 1 کال دمخه (28/12/2020)
  • نسيم ستانکزی
  • 344

د پکتیا د ګمرک لوی مدیر صدیق احمدخېل وايي چې د دې ادارې کارکوونکی نن مازدیګر مهال د لوګر په خضر بازار کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې په ډزو ټپي شوی او پکتیا حوزوي روغتون ته له لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

احمدخېل وویل چې یاد کس ظفر نومېده او په ډنډپټان ولسوالي کې د ګمرک چِک پوسټ کارکوونکی و.

د لوګر امنیه قومنداني پېښه تاییدوي، خو نور جزیات یې ندي شریک کړي.