د پوهنې وزارته! غږ مو اورې؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مطیع الله ویسا
  • 963

د پوهنې وزارت دنده ده چې د افغانستان په هره سیمه کې د ولس د بچیانو لپاره ښوونځي خلاص کړي، تر څو هر ماشوم د زده‌کړو له بشري حق څخه برخمن شي.

تېر څوارلس کاله

په تېرو څوارلسو کلونو کې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې ښوونځي ولې جوړ نه کړل، ښايي د ټولو به همدا جواب وي چې نا امني، طالبان، ګاونډیان ... دا صحیح خبره داسې ستونزې به په ځينو سيمو کې وې، مګر اصلا دا لاملونه بهانه وګرځېدل، اصلي لامل چې زرګونه ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې کړل، هغه په پوهنې وزارت کې پراخ اداري فساد و. 

همدا فساد د دې لامل دی چې تر اوسه هم د پوهنې وزارت ته خلک د وهنې وزارت وایي.

زه فقط یو مثال ورکوم، تاسې یې خپله ثابته کړئ، یو ځل د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، نورستان، غزني، نیمروز، فراه، پکتیکا، هرات، بادغیس او نورو ولایتونو ولسوالیو کې خپله وګورئ  چې څومره ښوونځي لرو، څومره د دوولسم ټولګي فارغین لرو، څومره د ښوونځیو تعمیرونه لرو. 

داسې نه وه چې دلته ښوونځي نه وو یا د ښوونځيو تشکیل نه وو یا د تعمیر په نوم پیسې نه دي وړل شوې. په دا څوارلس کاله کې دلته د زیاتو ښوونځیو پیسې همدې د وزارت کسانو خپلو منځو کې سره وېشلې، خو رسنیو ته هیڅ وخت حقیقت نه دی ویل شوی. 

نوي حکومت څه وکړل؟

نوي حکومت ته د خلکو نوې هیلې همدا وې چې د وهنې وزارت به په پوهنې وزارت بدل کړي. د تېرو څوارلسو کالو حساب او کتاب به وشي، د هر ښوونځي د تعمیر پوښتنه به شي او په دې سربېره به نوي ښوونځي پرانيستل شي. 

خلکو تمه درلوده چې پخواني غله به محاکمه شي، د تېرو څوارلسو کالو تړلي ښوونځي به پرانيستل شي، خو دا دی کال پوره کېږي، په ګرمو سیمو کې بېرته نوی تعليمي کال راځي، اما د پوهنې وزارت لا هم هماغسې د وهنې وزارت دی، لا هم هاغسې ښوونځي بند دي، پیسې یې ایستل کېږي. 

وزارت یوه پراخ بدلون ته ضرورت درلود، خو لا هم هماغه پخواني کسان په چوکیو ناست چې تېر څوارلس کاله يې د دې وطن د ماشومانو حقونه خوړلي دي. 

د دغه وزارت مسوولين بايد پوه وي چې موږ نور په تشو خبرو نه تېروځو. موږ دا ځل خامخا حساب غواړو، بدلون غواړو، د غلو محاکمه غواړو، ټول ښوونځي خلاص غواړو، نور تشکیل غواړو. 

دوی بايد خبر وو اوسي چې که د ولس غوښتنې و نه منل شي، بیا نو موږ ته نوره حوصله نه ده راپاتې. 

په هر ښار، ولسوالۍ او کلي کې به د دغه وزارت پر ضد لاريونونه کېږي، ولس به د خپل دغه بشري حق غوښتلو چيغه نړۍ ته رسوي او پړه به د همدې وزارت هماغه پخواني پاتې ځينې غله کارکوونکي وي. 

د پوهنې وزارت نوی وزير بايد چې څومره ژر کېدای شي د ولس دغو غوښتنو ته پام وکړي، زاړه غله له چوکيو کښته کړي، له پخوانيو غلو سره حساب وکړي او په درست هېواد کې نه يوازې بند ښوونځي پرانېزي، بلکې نوي هم خلاص کړي. بيا به څوک د پوهنې وزارت د وهنې وزارت نه بولي. 

سرخط ورځپاڼه