پر کندوز بريد،يوازې طالب که نور اړخونه هم وو


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 209

 د کندوز ښار لوېديز لور د خاکنۍ سيمې امنيتې پوستې ته وسله‌وال طالبان رانږدې شول، همدې پوستې ته د محمد دين ملګري کور نږدې دی، وايي، طالبانو د پوستې پر پوليسو په لاوډسپېکر کې غږ وکړ چې تسليم شي او لاره ورکړي؛ خو پوليسو سنګرونه کلک کړل، مرمۍ يې تېرې کړې او په ماشه شول، دښمن بيا غږ وکړ چې تسليم شئ کنه ډزې درباندې کوو؛ خو د وطن ساتونکي داسې غلي وو، لکه پوسته کې چې هيڅوک هم نه وي، بيا وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې وروستی اخطار درکوو چې تسليم شئ، کنه پر پوسته بريد ته چمتو شئ. له دې سره له پوستې د څو امنيتي ساتونکيو غبرګ غږونه پورته شول: 

((يا وطن يا کفن)) او ورسره يې پر دښمن ډزې پيل کړې چې له جګړې وروسته څلور واړو سرتېرو د وطن په ننګه سر کېښود. 
خو زموږ رسنيو د کندوز د تېرې ورځې د بريد دغه اړخونه نه دي راخيستي.
له تېرې ښايستې مودې د کندوز ولايت ناامني او تېره ورځ پر کندوز ښار د دښمن د بريد له امله اوښتي زيانونه، د دښمن سياسي ګوزار او نور اړخونه په هيڅ ډول د توجېه وړ نه دي؛ خو په دغسې حالاتو کې د خپل حکومت او نظام پر ځای له دښمن سره په شعوري او غيرشعوري توګه مرسته کول، ورته تبليغ کول او د همدې حالت له سټېجه د شخصي سياسي ګټو د خونديتوب په موخه حکومت ته ګواښ کول هم د توجېه وړ نه دي.
له کندوزه د پرونۍ پېښې په خپرېدو کې ځينو رسنيو د دې پر ځای، چې حقيقت ووايي، د خپل نظام ننګه وکړي، د خلکو  او افغان ځواکونو روحيه پياوړي کړي؛ په خپلو خپرو شويو راپورونو کې حکومت د دښمن په توګه او دښمن يې د حکومت په توګه وړاندې کړ.
د شمشاد او طلوع ټلوېزيونونو راپورونه مې د کندوز د پېښې په تړوا واورېدل چې هيڅ ډول نه د ژورناليزم له اصولو سره برابر وو او نه هم د افغان خبريال د مسووليت څرک پکې ليدل کېده. په ځانګړې توګه تېره ورځ (د تلې په۶مه) د ماښام پر ۷ بجو د شمشاد خپور شوی راپور د زغملو وړ نه وو.
د سيمه‌ييزو چارواکيو پر سهوو او ټنبلۍ اعتراف کوم، په ګرانو کندوزيانو يوه ورځ په وېره کې تېره شوه، حکومت پرې ګرم دی؛ له زندان څخه د بنديانو خوشي کېدل نه زغمل کېدونکې چاره ده.
حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي چارواکي په دې پړه دي چې ولې د دغه ډول بريد په اړه ناخبره پاتې وو، ولې دښمن د ښار واټونو ته ورسېد چې امنيتي ځواکونه د عامو خلکو او د کندوز ښاريانو د ساتنې په موخه مجبور شول چې د ښار دننه په دښمن ډز و نه شي کړای.
پر کندوز د شوي بريد ناخوالې ډېرې دي؛ خو له ټولو ستره يې حکومت ته سياسي ضربه ورکول وو چې بايد مخنيوی يې شوی وای. د دولتي تاسيساتو زيانمنېدل، له زندانه د بنديانو خوشې کېدل او پر عامو خلکو تېره شوې وېره حکومت د ولس پر وړاندې پړ کړی دی.  
خو ځينو رسنيو تېره ورځ پر کندوز د بريد پر مهال له دښمن سره په شعوري او غيرشعوري توګه ملتيا وکړه. په خپلو خبرونو کې يې د نظام نه، بلکې د طالب خوا ونيوله، دښمن په ټوپک او دوی په قلم پر کندوز ښار بريد کړی و.
د بيان کومه ازادي!؟ په ټوله نړۍ کې راته داسې هېواد په ګوته کړئ چې رسنۍ يې په دغسې حالاتو کې د حکومت او خپل نظام په مقابل کې درېدلې وي... په هر هېواد کې د ژورناليزم اصول او مقرارات د هماغه هېواد ملي او ټولنيزو اړتياوو تر سيوري لاندې ځغلي؛ خو زموږ وطن کې داسې نه ده.
هو ځينو خبريالانو په ښه توګه د کندوز د پېښې په اړه مالومات خپرول. په دغه ولايت کې د امريکا غږ اشنا راډيو د خبريال ګل رحيم نيازمن فېسبوکي پوسټ مې روحيه پورته کړه؛ نو د هغه سرتېري روحيه به څومره لوړه شوې وي چې زما او ستا په خاطر د کندوز له ښاره دښمن بېرته شړي، نيازمن ليکلي: 
((بايد کندوز کې د جګړې د ختمولو لپاره کوښښ وشي؛ خو زموږ ځينې فېسبوکيان نوکان جنګوي او د رييس جمهور د پړ کولو لپاره پکې دلايل لټوي. سرټمبه خلکو! موږ اور اخيستی او تاسې پکې تربورګلوي پالۍ چې دنده يې در نه کړه؛ نو اسمان خو راکښته نه شو.))
بل پوسټ داسې کوي:
((ځينې خلک دې د کندوز نننۍ جګړې د خپلو ګټو په خاطر په فېسبوک کې نه يادوي. کندوز د کال له پيل راهيسې همداسې دی، تا يې کله پوښتنه کړې چې نن يې رييس جمهور ته پېغور ورکوې.))
نيازمن چې د نورو کندوزيانو په څېر د اور لمبو کې ژوند کوي او دنده تر سره کوي، هڅه کوي چې سپېڅلې يې تر سره کړي.
که زه د ننني حکومت د سياسي مخالف په توګه د خپل هېواد د يو ولايت د ښار بريد ته د سقوط نوم ورکړم، د خپلې شخصي سياسي اړتيا د پوره کېدو په موخه حکومت په داسې توګه ګرم کړم چې نېغ په نېغه زما د هرې خبرې، هر پوسټ او هرې ليکنې ګټه وسله‌وال دښمن ته رسېږي؛ نو بايد پوه شم چې زيان مې کړی دی. 
په لوی لاس د خپل هغه ښار د امنيت لپاره ګواښ جوړوم چې زه پکې په خپل دفتر يا کور کې د خپلو افغان ځواکونو په زور او سرښندنې په کرار ناست يم او خپل نظريات د فېسبوک له لارې له نورو سره شريکوم.
حکومت بايد د کندوز د پېښې سپيناوی ولس ته وکړي. د کندوز حالت له زغمه وتی دی، عادي حالت ته راوستل يې لومړی ګام دی؛ خو د وسله‌والو طالبانو په څېر د ښکاره دښمن تر څنګ بايد د هغو پټو دښمنانانو غم هم وخوري چې د عامو خلکو په پرتله دوی ته ډېر مالوم دي، ځای ځايګوټي يې هم په نښه کولای شي.
د کندوز په ناامني کې د وسله‌وال طالب تر څنګ د پخوانيو جنګونو پاتې شوني زورواکي هم سړګړی خان دی، چې د خپلو ګټو د خونديتوب په خاطر د کندوز د پرونۍ ورځې په څېر حالته څخه هم ګټه پورته کول غواړي.
کندوز د هېواد په تېرو ديارلس کلونو کې وخت ناوخت د وېرې پر سيمه بدل شوی، همدا لامل دی چې ولس يې يوازې پر لومړنۍ اړتيا غږېدلی او پاتې ټولې پرمختيايي چارې ترې جګړو هېرې کړې دي. 
په کندوز کې معارف وده نه ده کړې، کرنه خرابه ده، اقتصاد له سره پيلول غواړي، د ښار جوړونه د نشت برابر ده او ولسونه، څه پخوانيو وسله‌والو زورواکو ووېشل او څه اوسنيو وسله‌والو طالبانو. د شمال زون دغه مهم ولايت سمې تصفيې ته اړتيا لري.
د کندوز امن د شمال له امن سره برابر دی؛ حکومت ته بويه چې د دغه لوري د سم پاکوالي لپاره زغرده ګامونه واخلي. 
که حالات همداسې پاتې وي، نو وېره شته چې د هېواد کندو له لولپه کېدو وروسته، منځنۍ اسيا ته د جګړې د لېږد په پول بدل شي.
که چېرې حکومت له ښاره د طالبانو د بېرته شړلو سم دستي تابيا کې ځنډ وکړي؛ نو د نورو زيانونو تر څنګ به يې د دغه ولايت اقتصادي زېرمو او کم و توم پانګونې ته ستر زيان اړولی وي. 
دښمن چې ښار ته ننوځي، نو د بېرته وتو پر مهال د چور پر لاره وځي او امنيتي ځواکونه بايد دغه لارې بندې وساتي.
سرخط ورځپاڼه