د خبریالې ملالې میوند قاتلین ونیول شول.

د خبریالې ملالې میوند قاتلین ونیول شول.


  • 1 کال دمخه (10/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 576

 

 

ننګرهار کې د خبریالې ملالې میوند قاتلین ونیول شول.

د ننګرهار  والي ضیاالحق امرخیل پرخپله فیسبوک پاڼه د میوند دقاتلینو د نیولو خبر ورکړی، نوموړي ویلي، چې د خپلې کړې ژمنې له مخې یې په جلال اباد کې د ملالې میوند قاتلین دملي امنیت ځواکونو په همکارۍ نیولي. والي امرخیل لیکلي، چې قاتلینو پخپل جرم اعتراف کړی او ژر به یې قضیه عادلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري. امرخیل وایي دغه قضیه به خپله هم څاري.

ملاله میوند په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د خصوصي ټلویزون خبریاله او د ښځو دحقونو فعاله وه، چې نن سهار د ناپيژانده وسلوالو له لوري له خپل موټروان سره یو ځای په ډزو ووژل شوه. د میوند وژنې په کور دننه او بهر ګڼ او توند غبرګونونه له ځان سره لرل.