افغانستان کې جګړه د پاکستان لپاره لنګه غوا وه؛ خو ولې یې اوس نه غواړي؟


  • 10 مياشتي دمخه (20/03/2021)
  • خليل حبیبي
  • 580

تقریبا له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې، د پاکستان حکومت له طالبانو بېزاره شوی او نه غواړي، چې نوره دا ډله په افغانستان کې د جګړې لپاره وروزي.

سره له دې چې په افغانستان کې د جګړې له کبله پاکستان ان د اتوم خاوند شو؛ خو ولې دا هېواد نور په افغانستان کې د طالبانو حمایت څخه لاس په سر شوی؟

تېر ماښام د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې افغانستان او پاکستان په سیمه کې یو بل ته نږدې هېوادونه دي؛ خو که په افغانستان کې یوه پایداره سوله رانشي؛ نو دا چاره به د پاکستان او افغانستان اړیکې کمرنګې کړي.

که څه هم په افغانسان کې د طالبانو جګړه لسیزو ته غځیږي؛ مګر دا لومړی ځل دی، چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې په روانه جګړه کې خپل خیر نه ویني.

علت دا دی، چې پاکستان په کور دننه د سیاسي کشمکشونو اوج ته ورسېد، له بل اړخه د نړیوال بانک، چېن او نورو هېوادونو دومره قرضداره شو، چې ښايي په څو لسیزو کې یې هم ور خلاص نه کړي.

دې ټولو سره سره، د پاکستان په لاس جوړه شوې طالب ډله وپاشل شوه او اوس په ډېر مسائلو کې د یاد هېواد د چارواکو خبره هم نه مني، چې پاکستان د طالبانو د دې کار په مقابل کې د دوی مرموزو وژنو ته ادامه ورکړه.

په هرصورت اوس که پاکستان د طالب په ورژن کې بله داسې ځوانه، قوي او جنګي ډله پیدا کوي، چې په بشپړ ډول یې تر خپل تسلط لاندې راولي؛ نو ډېرې بودیجې ته اړتیا لري، چې پاکستان یې له بوج نشي وتلای.

که په همدې جوړې شوې طالب ډلې بېرته سرمایه ګذاري کوي؛ نو دوی د مسکو، ایران او چین کوچونه ولېدل؛ ښايي پاکستان سره په نسبي کلکو چوکیو کیناستو ته زړه ښه نه کړي.

پاکستان، چې د نړۍ له بل هر ملک څخه یې سیاست ژر بدلېدونکی دی؛ نو ځکه یې مناسبه وګڼله، چې افغان حکومت سره غاړه یوسي.

دا هېواد لاهم د لستوڼي مار دی او افغان حکومت ته پکار ده، چې په دومره حساس پړاو کې پر پاکستان باور ونه کړي.

سره له دې دا دښمن اوس یو څه کمزوری شوی؛ خو لا یې هم په مکارۍ کې استادي زړه شوې نه ده.