افغانستان او ازبیکستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي.

افغانستان او ازبیکستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي.


  • 11 مياشتي دمخه (16/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 514

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي. 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره کتلي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، د دې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې شوې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په لیدنه کې د افغانستان د سولې پر روانې پروسې، د منځنۍ او جنوبي اسیا نړیوال کنفرانس ته د چمتووالي پر بهیر او دغه راز د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې وکړې.