بریتانیا او نی بنسټ د ملالې میوند وژل کیدل غندلي

بریتانیا او نی بنسټ د ملالې میوند وژل کیدل غندلي


  • 9 مياشتي دمخه (10/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 251

برېتانیا په جلال اباد کې د خبریالې ملالې میوند وژل کېدل غندلي دي.

په کابل کې د برېتانیا سفیرې آلیسون بلیک په ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې ټول باید په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ملاتړ او خوندیتوب لپاره سره متحد شي.

نوموړې همدا راز پر افغان حکومت غږ کړی دی چې ددغه برید عاملین ونیسي او د خپلو دغه ناوړه اعمالو په خاطر یې دې عدالت ته راکاږي.

بل لورته نی یا له خبریالانو د ملاتړ ادارې هم پر ملاله میوند برید په کلکو ټکو غندلی او له حکومت څخه یې د خبریالانو د امنیت د ټنګښت برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ملاله میوند نن سهار هغه مهال له خپل موټر چلونکي سره په یوه چاودنه کې ووژل شوه چې له کور څخه دفتر ته روانه وه.