مرکزي بغلان ته د ولايت د مرکز بېرته لېږد هر اړخيزه اړتيا


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 232

 له تېرو شپږو ورځو د شمال ختيز زون لويه لاره د بغلان ولايت په فابريکه سيمه کې د ولس له خوا تړل شوې ده. عام خلک هر ورځ سهار راوځي او تر ماښامه پورې دغه لويه لاره بنده وي.

دوی د کوم بدرنګه سياست په لومه کې ګېر شوي نه دی او نه يې د کوم جنګي قومندان د پالنې په موخه لويه لاره تړلې ده.
دوی د خپل ولايت هر اړخيزې پراختيا او د دغې سيمې د اقتصادي او امنيتي حالت د ښه کېدو په موخه مجبور دي چې په مرکزي حکومت فشار راوړي چې د بغلان ولايت مرکز له اوسني ځايه بېرته خپلې اصلي سيمې مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدول شي.
د بغلان ولايت مرکز که څه هم له مرکزي بغلان څخه په ١٣٦٨لمريز کې د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال چې سيد جعفر نادري د دې ولايت والي وو، پخلمري ته په موقت ډول لېږدول شوى؛ خو په پلخمري کې د دغه ولايت پاتې کېدل د سمتي او قومي سياست د پالنې له مجبوريته شوي دي. ځينې کړۍ هڅه کوي چې د بغلان ولايت ټول امتيازات په پلخمري پورې رالنډ شي.
د بغلان ولايت پخوانی مرکز- مرکزي بغلان ولسوالۍ له پراختيايي اړخه وېړه پراخه دښته ده چې هر لوري ته يې غځول شوني دي؛ خو تر څنګ يې د دغه ولايت اوسنی مرکز- پلخمري ولسوالۍ د غره او سيند تر منځ ايساره سيمه ده چې د تېرو څوارلسو کالو په پراختيايي چارو سربېره يې هم ښار د شمال د اوږدې لارې له څنډو بلې خوا ته د غځېدو شونتيا و نه مونده.
ممکن هغه مهال پلخمري ته د بغلان د مرکز لېږد د وخت د افغان حکومت سياسي اړتيا وه؛ خو له تېرو څوارلسو کلونو د بغلان ولايت د هر اړخيزې پراختيا لپاره بايد د ولايت مرکز بېرته خپلې اصلي سيمې- مرکزي بغلان ولسوالۍ ته لېږدول شوی وای، خو دغه چاره په شمال کې د شته بدرنګو سياستونو له امله له بار بار ټينګار سربېره هم تر سره نه شوه.
۱۳۸۴ لمريز و، هغه مهال چې د بغلان والي جمعه خان همددر و. له پلخمري ښاره د بغلان د مرکز د لېږد مسله راپورته شوه.
سربېره پر دې چې د وخت والي دغه اړتيا حس کړې وه چې بايد له پلخمري څخه د ولايت مرکز، مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدول شي؛ خو له بده مرغه ځينو سياسي قومي مشرانو د هغه مهال د مرکزي حکومت د سمت پالو چارواکيو پر دسترخوانو شوخند وواهه او د همدرد د واليتوب د دورې پر مهال د دغې چارې د تر سره کېدو پر وړاندې خنډ شول.
اوس نو ولس په خپله پورته شوی او د خپل ولايت د هر اړخيز حالت د ښه کېدو لپاره هڅې کوي، بايد مرکزي دولت مثبت ځواب ورکړي؛ که ستونزه وي؛ نو قانع دې يې کړي.
مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د ولايت د مرکز له لېږد سره به د دغه ولايت په امنيتي حالت کې هم تر ډېره مثبت بدلونونه راشي.
دغه ولسوالۍ په تېرو څورالس کلونو کې د شاو خوا سيمو له لوري، له دې امله، چې د امنيتي کړيو له پام څخه لېرې پاتې شوې، د وسله‌وال دښمن په فرعي سنګرونه بدله شوې وه.
له همدې ځايه ټول ولايت له ګواښ سره مخ کېده، که چېرې د يو ولايت له ټولو سټراټيژيکه نقطه د حکومت په هراړخيز واک کې وي، نو بيا به عام ولس د حکومت بنسټيزه څېره وويني چې فاصلې به ورسره لنډې شي او د ټول شمال پر امنيت به مثبت اغېز وکړي.
بله خوا پلخمری يوازې د بغلان په کچه نه، بلکې د ټول هېواد په کچه صنعتي ښار بلل کېږي. 
د دغه ښار پراختيا په يو وخت کې د دې جوګه نه ده چې همدې حکومتي اړخونه خوندي کړي او هم دې صنعتي بوچ پورته کړي.
په کار ده چې مرکزي حکومت، له پلخمري ښار څخه د تېر په شان د يو صنعتي ښار کار واخلي او د ولايت مرکز، بېرته خپلې وړ سيمې مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدوي.
بغلان د هېواد د شمال زون دروازه ده. د هېواد دغه اړخ نه يوازې چې د کرنيزو ځمکو له اړخه غني دی، بلکې له سياسي او اقتصادي پلوه هم د هېواد يو لوری له بل سره تړي.
مرکزي حکومت ته بويه چې د دغه ولايت دغه ارزښتونه په پام کې ونيسي او روان کړکېچ ته مثبت پای ورکړي.
 
‫‏سرخط‬ ورځپاڼه