لوګر کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 7 مياشتي دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 246

د لوګر امنیتي مسوولین وایي افغان ځواکونو ددغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا مسوولین وایي دغه عملیات د لوګر د برکي برک او څرخ ولسوالیو  اړوند  دوسنګک او پسپچک سیمو کې هغه مهال ترسره شول چې وسله والو طالبانو غوښتل د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

ددغو عملیاتو په پایله کې ۹  وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور  ټپيان شوی دي.

د یادونې ده چې د یادو نښتو پر مهال ملکي او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.