د ټوپک او قلم جنګ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمداسمعيل يون
  • 1159

تېره ورځ چې د کندهار په انارګل دودويزه مشاعره کې د ټوپکوالو له خوا د قلموالو پر وړاندې کوم چلند شوى، د هر فرهنګيال او فرهنګپال لپاره دردوونکي پېښه ده. دې او دېته ورته نورو پېښو يو ځل بيا ثابته کړه، چې زموږ په هېواد کې  د قلموالو ژوند دهېواد په هېڅ سيمه، هېڅ ځاى او هېڅ مقام کې خوندي نه دى. دا پېښه که څه هم دردوونکې وه، خو  دا يې څرګنده کړه، چې په هېواد کې  قلم ددې وس پيدا کړى دى، چې  د ټوپک پر وړاندې پاڅون وکړي. د دوو خواوو د منطق په تقابل کې،  هره خوا چې کمزورې وي،  ژر فزيکي عمل ته لاس اچوي، نو دې پېښې هم يو ځل بيا د قلم پر وړاندې د ټوپک او د قلموال پر وړاندې د ټوپکوال کمزوري وښوده. ددې خبرې يادول په کار دي، چې  دا پېښه نه لومړنۍ ده او نه به وروستنۍ وي، نو زموږ قلموالوته په کار دي، چې د خپل هېواد د فرهنګي بهير او قلموالو د ژوند د خونديتوب لپاره  يوه دقيقه ستراتيژي ولري.
د لنډ مهالو او منځمهالو سياستوالو لاره جلا  ده او د قلموالو دملت ليکه بېله ده، سياستوال به د خپلو لرې او نږدې ګټو د هماهنګۍ په حالت کې پر قلموالو يو څه ودردېږي، خو د ليکوال اوقلموال غم و درد ، خوښي او خوشالي له ليکوال او قلموال سره  دي. د ليکوال ميراث ليکوال ته پاتې کېږي او د سياستوال څوکۍ او مقام سياستوال ته! زه په داسې حال کې، چې په کندهار کې د ټوپکوالو له خوا د قلموالو پر وړاندې شوى ناوړه چلند غندم، له ګران او قدرمن ورور عبدالاحمد محمديار او نورو قلموالو سره خپله خواخوږي څرګندوم، د محمديار جرئت ستايم او لکه د پخوا په شان د زياتو باجرئته فرهنګي هلو ځلو د دوام هيله ورته کوم. يتيم هسې هم پر ژړا پوخ دى،  محمديار تر دې دمخه  هم خپل ملي فرهنګ ته د خدمت په لاره کې،  ډېر ټکرونه خوړلي او کېدى شي دا پېښه هم، وروستۍ پېښه نه وي،  خو دا ډول پېښې د محمديار اود هغه د نورو قلموالو  يارانو د جرئت او کار وزرونه نه شي تړلاى. زه يو ځل بيا  د قلموالو د خونديتوب  په اړه پر يوې دقيقې ستراتيژۍ  ټينګار کوم، تر کومه ځايه، چې  زما ځاني مسوليت او صلاحيت دى،تر وروستي بريده به له نورو ليکوالو سره يو ځاى، ددې پېښې د عاملينو د تعقيب لپاره هڅه کوم. د داسې ورځې د ليدو په ارمان  يم، چې  زموږ سياستوال د خپل ملي فرهنګ د بډاينې اود قلموالو دژوند د خونديتوب لپاره  قرباني ورکړي، نه داچې  د پخوا په څېر زموږ قلموال د سياستوالو د ايډيالوژيو او هدفونو قرباني شي. زما هيله ده، چې  سياست دې د فرهنګ په خدمت کې وي، نه فرهنګ د سياست په خدمت کې.
يوځل بيا د ټولو قلموالو د کار او ژوند د خونديتوب په هيله