لغمان کې معلولین: نړۍ باید طالبان په رسمیت وپېژني

لغمان کې معلولین: نړۍ باید طالبان په رسمیت وپېژني


  • 4 مياشتي دمخه (16/01/2022)
  • 167

 

سمسور (یک‌شنبه د مرغومي۲۶) لغمان کې معلولینو د نړیوالو له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.
دا غوښتنه نن په مرکز مهترلام ښار کې لسګونه معلولینو د یو لاریون په ترڅ کې وکړه او په نړیوالو یې غږ وکړ، چې د افغانستان نوي حکومت په رسمیت پېژندل د افغانانو حق دی.
دوی دغه‌راز وویل، چې امریکا د مظلومو افغانانو شتمني هم کنګل کړې او باید ژر تر ژره یې ازاده کړي.
د لاریون کوونکو په خبره، چې یادې پیسې د افغانانو دي او نړۍ باید نور له افغان ملت سره ظلم ونه‌کړي.
وروسته له هغه چې طالبان په کابل کې واکمن شول، امریکا د افغانستان مرکزي بانک ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه، چې لا یې هم له کنګل نه‌ده باسلې.