د وخت ضرب

د وخت ضرب


  • 9 مياشتي دمخه (08/12/2020)
  • عبدالمالک بیکسیار
  • 746

استاد اکبر کرګر راباندې خدای مهربانه کړی، چې کتاب چاپ کړي له وخت څخه په استفادې په ډاګ او یا د چا په لاس یو ټوک رالېږي، په مقابل کې ورته زه دعاوې کوم چې الله پاک دې یې فکر او قلم همداسې ګړندي لري چې په میاشت دوه کې خامخا یو کتاب چاپوي .

د کتابونو پر دغه لړ کې یو کتاب ( د وخت ضرب که د ژوند کرب ) و، چې د عطایي ملا پر شعري ټولګه ( د وخت ضرب) باندې یې لیکلی دی، د استاد کرګر پدغه کتاب کې پر دغو مسایلو بحث شوی : د وخت مفهوم / عشق او عرفان / شعر او عرفان / عشق او اروا پوهنه / رمزونه او رازونه / حسن او عشق / عشق او دعمر نوستالژي / د ژبې اغېز / د تېر مهال ټولنیز ارمان / اسطوره او له هغو پوهاوی  / دهیواد حالات او د شاعر مدینه فاضله / ارزښتونه او انسانیت /لویدیز مدنیت او پر هغه نیوکه / د عطایي ملا د شعر فورم او جوړښت .

ما چې کتاب لوسته لوسته او کله چې د کتاب وروستي عنوان ته ورسېدم نو د عطایي د شعر اړوند زما ټولې له مودو مودو زړه کې پرتې وسوسې، پوښتنې او غوښتنې حل شوې چې عطایي ملا په کومو کومو فورمونو کې شاعري کړې ؟، غزلې یې څه ډول دي ؟، نظمونه یې څنګه دي ؟، ازاده شاعري یې کړې که نه ؟، که کړې یې ده اوزان یې کوم دي ؟، دشعر په کوم فورم او قالب کې شاعر برلاسی او تر هغو نورو بریالی دی ؟، زیاته شاعري یې په کوم قالب کې ده ؟، او داسې نور ...

خو استاد کرګر چې څومره غوښن د کتاب پر نورو برخو او عنوانونو غږېدلی و، هومره یې ځان لدغې تکنیکي او وچې برخې سره نه و مشغول کړی، اوس نو د کتاب د لوست دپاره زما د بې پایه تلوسې د خړوب ایکي یوه لاره لزوم د کتاب و، چې دغه تشه هم د استاد رحماني په برکت او ګران دوست ډاکتر محمد انور په وساطت ډکه شوه، نو ما وې راشه د کتاب داسې یوه پېژندنه ولیکه چې د استاد کرګر له پنډ کتاب وراېخوا چې زیات د عطایي ملا د شاعرۍ پر اروايي، رواني اړخ راڅرخي د کتاب فزیکي، هندسي شناخت خلکو ته وښایي چې که څوک بل هم زما په شان ددغه ارزښتمن اثر له مطالعې بې برخې پاتې وي چې خبر شي .

د وخت ضرب د ښاغلي عبدالهادي عطايي ملا د شعرونو ټولکه ده چې په 2015 کال د زر ټوکه په شمېر خپره شوې، کتاب ټولټال 184 مخه دی چې پکې د شاعر له تنکۍ ځوانۍ 1970 کلونو بیا د کتاب تر خپراوي څه کم نیمې پېړۍ شاعري خوندي ده .

د وخت په دغه ضرب کې 69 عنوانه شعرونه راغلي چې له هغې جملې څخه یو نیمه ازاد شعر ته ورته مناجات، 36 غزلې، 26 نیمه ازاد [ مونډي] شعرونه، 3 څلوریزې او په پای کې څلور لنډې لنډې نیمه ازاد شعر ته ورته د لویدیزو شاعرانو ژباړې .

د کتاب چاپ ډېر ښه ندی، نه یې قطع او صحافت او نه یې کاغذ، سره لدې چې په کمپیوټر لیکل شوی، خو له پخوانیو پر لاس لیکلیو کتابونو سره جوت فرق نه لري .

په کتاب کې راغلې ټیپي او املايي تېروتنې پر لاس سمې شوي او د دوباره ټیپ زحمت یې چا ندی ګاللی، زور، زېر، پېښ مانا حرکات پکې ښه ډېر کارول شوي چې باید نه وای شوي او دا په پښتو کې نشته .

په کتاب پخپله لیکوال یوه سریزه هم کاږلې چې خورا جالب مطالب پکې راغلي او په ضمن کې د وخت ضرب د کتاب د خپراوي وجه تسمیه داسې بیانوي :

«انساني هستي بس دوه توري ده مینه او حسن [خدای او نېکي ].

د کائېناتو د خلقت او دوام، د دنیا و اخرت ټول جنجال، د ځمکې او اسمان ټولې نقشې او فیصلې، د بني ادم د خلقت راز، دده ټول دننه او بهر، دده ټول جسم او روح، دده ټول پرون، نن او سبا .  .  . دده جبلت، دده مسیر ممات او مقصد حیات بس ددغه دوه تورو په دایره کې چورلک وهي .

زه چې د وخت  د استاد ضرب تر دې ځایه را ورسولم، نو مې  د خپل دې سبق د پخېدو او تکرار په غرض د دنیا له مشغلو نه ځان راپرې کړ، د قال د جنجالي ښاریې نه مې د حال و خاموش کلي ته هجرت وکړ . د امریکنو هوښيارو سپين مخو د طلايي قفس نه را والوتم، دلته مې ساده خړمخیو ته پنا راوړه او په خپله خاورینه هجره کې معتکف شوم . . .

خو ژوند او وخت دلته هم ارام پرېنښودم، دادی بیا هغه زوړ استاد، هغه زړه قمچینه . . .  ژوند روان دی او د وخت ضرب چالو . . . الله دې وکړي رحم .

او وشوه دا چې:

د مینې د سلطان او د حسن د خان سره مې د کلونو کلونو مکاتبې او مراودې زما د غیر حاضرۍ او پردېسۍ په ورځو کې د حجرې د محرمو دوستانو د خلوص یا سادګۍ په وجه بهر نامحرمو لاسو ته رسېدلې وې. د رازونو پُس پُسی په کونګوسو بدل شوی و او د مینې او حسن د یادونو او خوندونو پټ پټانې، یارانې او نذرانې چې ما له ځانه سره د څو لیکو او تورو په شکل کې پټ ساتلی و[ او تر مرګه مې د پټ ساتلو اراده وه] کتل مې چې دېخو اېخوا د نشرېدو او چا پېدو په درشل کې دي . زه مظلوم له دې وېرې چې دا امانت توري د بل چا نا اهل یار یا غدار په لاسونو مسخه نشي، بالاخره دې ته مجبور شوم چې د خپل هو‌‌‌‌‌‌ډ او سلیقې برخلاف دا ګستاخي وکوم او دغه لیکلي او توري په خپل لاس چاپ او نشر کړم . . . 

هلکان [ زما بچي خان او حبیب] لګیا شوه زما د څه کم پنځوس کلن قلمي ژوند نیم سوزلي، نیم ورک، نیم مسخه شوي، نیم غلاشوي، کاغذونو تړانکې راټولوي، زما د جهالت د دوران څه چاپ شوې اوتې بوتې او څه د مینې د سوز او د حسن د ساز قلمي پارچې او ترانې دادی صفحه بندي کوي، او زه مظلوم ورته ناست یم د زمانې په دود سریزه ورته لیکم .

د ګونګۍ مینې افاده، د ورک جنون قصه، د حسن د خان ننګ، د جابرو تورو جنګ، د ځان  د بت رسمول، جوړول او نړول، د لا، لا د فوج حمله، د اله د غره پېچومي، د مقلد [EGO] 

شاعر د خود ساخته مستۍ پرده دري، د مغروره ملا د خود پرسته ضمیر نا پاکي، د شهوت په مردارۍ یخې سترګې، د شهرت له لوږې پړسېدلې خېټې، د قدرت او دولت له تندې راختلې بې شرمه سترګې څه او څه . . .»

لکه څنګه چې هلته پورته وویل شول د عطایي ملا پدغه شعري ټولګه ( د وخت ضرب) کې راغلي شعرونه یا غزلې دي او یا هم مونډي شعرونه . “ مونډي یا سر پرېکړي شعرونه، هغو نیم ازادو شعرونو ته وايي چې قافیې و نه لري او نور سېلابوتونیک انډول یې سره برابر وي”۱.

د وخت په ضرب کې راغلې ټولې ۳۶ غزلې ماتې غزلې دي. “ماته غزل ورته ځکه وایي چې په منځه ملا کې یا د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ یوه وقفه راځي، په همدې وقفه کې دڅپو د شمېر له مخې هره مسره پر دوو مساوي برخو وېشل کېږي”۲. په پښتو کې تقریبن ټولې ماتې غزلې یا د ۱۴ څپو وي چې پر ۷ مه څپه ماتې وي او یا د ۱۶ څپو وي چې پر ۸ مه څپه ماتې وي .

زما له نظره د غزلې دغه فورم د فکر شاعرۍ ته لکه د عطایي ملا ښه جوړ دی، او ګومان کوم چې له همدې وجې به ملا دغه فورم خپلې شاعرۍ ته ټاکلی وي .

د بدیعي صنایعو له مخې د غزلو دغه فورم خصوصن مدعاالمثل او لف ونشر ته ډېر جوړ دی، هغه داسې چې د عین مسرې تر وقفې د مخه مدعا راشي او تر وقفې وروسته یې مثل، همدغه شان لف و نشر هم.

د فکر، فلسفې او عرفان د پاره هم دغه فورم یا چوکاټ پدې تر هغو نورو زیات مناسب ښکاري چې په خیال کې د یوه ډیالوګ، مناظرې یا مباحثې په بڼه د خپلې مدعا د ثبوت دپاره ګام پر ګام مخته روان یې .

او بلاخره اقتصاد مانا په کمو تورو، ټکو، کلمو او جملو کې د ډېر څه بیان چې یو لوی ژبنی بحث دی هم د شعر پدغه فورم کې مراعتېږي، که داسې وګڼو چې د ۱۵ څپو غزل یو بیت د مبتدا او خبر په توګه کاروو نو لومړۍ مسره به یې مبتدا او دوهمه خبر ته وقفېږي، پداسې حال کې چې د ۱۴ څپو یوې ماتې غزلې د مسرې اوله ۷ څپیزه برخه مبتدا او دوهمه ۷ څپیزه برخه خبر ته ځانګړې کولای شو او په یوه مسره کې د ۱۵ څپیزې غزلې بالمقابل دوه مبتداوې او دوه خبرونه ځایولی شو .

په پای کې داهم د عطایي ملا یو غزل :

کاشکې ژوند مې توره شپه شي، او یار ورکه کړي د شپې لار

کاشکې بخت مې سپین سحر شي، او ورک راولي پر دې لار

زړه مې لاس کې را اخیسی، د لیلام لیلام نارې کړم

مونده نشي په درست ملک کې، د دلبرو د کوڅې لار

بېګا ټول خمار خمار وم، سود او زیان ته مې پام نه و

محتسب نه مې پوښتله، ستا د پټې میکدې لار

داهستي او نېستي دواړه، د جانان د کلي لارې

یوه ښکلې د باغ پوله، بل سپېره د هدیرې لار

د شیطان سره یې جنګ دی، د ادم د رباب ترنګ دی

د شېخۍلاره کچه ده، ښه پخه ده د توبې لار

ای پردېس د غره ګلابه، د شهۍ ځګر ته ځمه

راځه ماته را معلومه، د ګلونو د باغچې لار

پښتنې اوښکې رهي شوې، فریادي د خان درشل ته

د مظلوم خاطر تسل وي، د مجبورو د جرګې لار .

۱ - زیار مجاوراحمد، پښتو شعر څنګه جوړېږي، ۳۴۴ مخ

۲ - یون محمداسماعیل، د پښتو شعر هندسي جوړښت ۱۵ مخ