نن شپه; حبيب نورمحمدوف د جستين ګېچي پر وړاندې سيالي لري

نن شپه; حبيب نورمحمدوف د جستين ګېچي پر وړاندې سيالي لري


  • 11 مياشتي دمخه (24/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 347

حبیب نورمحمدوف او جستین ګیجي; د رزمي لوبو دوه مشهور لوبغاړي نن شپه له یو بل سره مخامخ جنګېږي.

دوی د آزادو  لوبو د معتبره سازمان (یو اېف سي) په ۲۵۴ دور سیالیو کې لوبیږي، او ياده مبارزه نن شپه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره کېږي.

حبیب نورمحمدوف روسي لوبغاړى دى خو د روسيې سربېره په افغانستان او نورو ډېرو هېوادونو کې کې هم ډېر مینه‌وال لري او تر اوسه‌ یې د ۲۸ لوبو له ډلې یوه هم نه‌ ده بایللې.

بل پلو امریکایی فایټر جستین ګیجي ټولې ٢٤ لوبې کړي، چې  ۲۲ هغه يې ګټلي او دوه‌یې بایللي دي، خو دی هم تر حبیب کم نه‌ګڼل کېږي او د حبيب په څېر ډېر زيات مينه وال او پلويان لري.

د يادونې وړ ده، چې حبيب هيله لري لدې سيالي وروسته له جرج سن پير چې بل مشهور اتل فايټر دى  سيالي وکړي