هند کې ناپيژاندې ناروغۍ ۱۴۰ تنه وژلي

هند کې ناپيژاندې ناروغۍ ۱۴۰ تنه وژلي


  • 9 مياشتي دمخه (07/12/2020)
  • محمدنسیم ستانکزی
  • 364

 د رسنیو د راپورونو له مخې د هند د اندرا پردېش ایالت په ایلورو ښار کې یوه ناپېژانده ناروغي خپره شوې چې تر دې دمه یې ۱۴۰ کسه وژلي دي.

همدا راز له دې ناروغۍ ګڼ کسان جوړ شوي هم دي.

د یاد ایالت روغتیايي کارکوونکي وایي د یادو ناروغانو د کرونا ټیسټ منفي و، د دوی په وینو کې د ویروس کومه نښه نشته او داسې نه ښکاري چې دا دې کومه ویروسي ناروغي وي.

دوی وايي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي او هڅه کوي ژر تر ژره روښانه کړي چې د ناروغانو د مړینې لامل څه دی.

ددې ناروغۍ تر ټولو ستره نښه د خوا بدېدل دي او که ناروغ پر وخت روغتون ته ورسول شي د ژغورل کېدو امکان یې لوړ دی.